BBC
 شاته

د لغمان ولایتي شورا رییس طاووس عادل چاودنه کې ټپی شوی

Image copyright TAWOOS FB

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک بي بي سي ته وویل، د مهترلام ښار کې د ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او د لغمان د ولایتي شورا رییس طاووس عادل په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، چاودنه نن سهار (اسد/زمري ۱۴مه) په سیمه ییز وخت ۸:۳۰ دقیقو د مهترلام ښار اړوند د ګُمین په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند وویل چې د چاودنې هدف د ولایتي شورا رییس و.

د ښاغلي ځواک په وینا، چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي و او کله چې د ولایتي شورا رییس د خپل دفتر پر لور له سیمې پلی تېرېده ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د لغمان د والي ویاند وویل، چاودنه کې څلور عام وګړي او د ښاغلي عادل څلور ساتونکي ټپیان شوي او یو ساتونکی وژل شوی.

ځواک وایي، د پېښې ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي او د ولایتي شورا رییس اوس تر عملیاتو لاندې دی.