شاته

د جنوبي افریقا پولیسو یوه زیرزمیني کې چاودېدونکي توکي موندلي

د جنوبي افریقا پولیس وايي، د جهانسبرګ د یوې ودانۍ په زیر زمینې کې يې وسلې، چاودېدونکي مواد، بمونه او د ځانوژونکې برید یو واسکټ موندلی دی.

د پولیسو ویاند ماویلا ماسوندو پرون خبریالانو ته وویل، دا وسلې او چاودیدونکي مواد وروسته له هغې ترلاسه شول چې مزدورانو د ودانۍ د ترمیم پر مهال د یوه مشکوک بکس په اړه خبر ورکړ.

د نوموړي په خبره په دې بکس کې ۶۰ بمونه او کلاشینکوفونو په شمول ۷ ماشنیدارې، تفنګچه او د ځانوژونکي برید لپاره جوړ یو واسکټ ځای پر ځای شوي وو.

د جنوبي افریقا پولیس وايي، د دې وسلو او مهماتو په تړاو يې تر اوسه پورې څوک نه دي نیولی.