BBC
 شاته

د برلین له موزیمه د سل کیلو طلايي سکې غلا کېدل

د انځور حقوق AFP/Getty images
Image caption برلین کې له موزیمه د غلا شوې سکې انځور

د رپوټونو له مخې، د جرمني له ''برلین موزیم'' نه د دوشنبې ورځې پر ګهیځ (مارچ ۲۷مه) د کابو څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت یوه سکه غلو له موزیمه ایستلې ده.

د جرمني د رسنیو په وینا، دغه سکه ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن لري چې په ۲۰۰۷ کال جوړه شوې ده.

دغه سکه چې ۵۳ سانتي متره ګرده او درې سانتي متره پیړه ده، د بریتانیا د اوسنۍ دویمې ملکې الیزابیت نیم مخ پکې جوړ شوی دی.

د هېټلر تیلېفون امریکا کې لیلام ته وړاندې کېږي

د قاهرې له موزیم ۱۸ لرغونې ټوټې غلا شوې

د برلین موزیم ددغې سکې ارزښت یو میلیون ډالر اعلان کړی، خو ګڼ کسان وايي په بازار کې ددغې سکې اررزښت شاوخوا ۴ میلیون ډالر دی.

د جرمني پولیسو ویلي، غلو موزیم ته له څېرمه اورګاډي پټلۍ لاره موندلې وي.

د برلین (بوډ موزیم) کې ډېرې ارزښتناکې سکې ساتل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption برلین کې د بوډه موزیم باندینۍ څنډه

په دې موزیم کې نژدې ۱۰۲ زره سکه د لرغوني یونان اړوندې دي او تر ۵۰ زرو ډېرې نورې سکې بیا د لرغوني روم د امپراتورۍ د پېر اړوندې دي.

دغه غلا شوې سکه هومره درنه ده، چې یو کس ته یې لېږدول ګران کار دی، خو پولیس وايي امکان لري پولیس له کړکۍ موزیم ته ننوتلي وي.

موزیم ته څېرمه د اورګاډي پر پټلۍ یوه زینه موندل شوې ده.

پولیس وايي، دغه سکه موزیم کې د مرمیو ضد ښیښو د ننه ساتل کېده، خو په دې اړه څه نه وايي چې هلته امنیت څومره خوندي و او د خطر زنګ ولې د غلا پرمهال ونه کړنګېده.

مصر کې ۱۲ لرغوني فرعوني قبرونه کشف شوي