د افغان پوځ پخوانی جګپوړی قومندان د غلا په تور نیول شوی
د افغانستان د لویې څارنوالۍ په چوکاټ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ځانګړي مرکز په سوېلي ولایت هلمند کې د پوځ پخوانی جګپوړی قومندان د غلا او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تورن نیولی دی.
د افغان پوځ پر لوړ پوړو مامورین دا تورونه ډېر دي چې ګواکې د قراردادونو او د پوځیانو د توکو په پېر او رسولو کې ټګي برګي کوي.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي هلمند کې د قل اردو یو پخوانی قومندان، چې د ډګر جنرال رتبه لري، نیول شوی چې د ټګۍ برګي او اختلاس تورونه پرې دي.
اروزګان کې ۲ مشران د فساد په تور نیول شوي
لویې څارنوالۍ د اختلاس په تور۱۳تنه نیولي
لا تر اوسه د دفاع وزارت د نیول شوي قومندان د دوسیې بشپړ مالومات نه دي په ډاکه شوي، خو لویه څارنوالي وايي د نوموړي دوسیه به په هر اړخیز ډول څېړې.
د افغانستان د قوانینو له مخې، د محکمې تر پرېکړې د تورن ډېر جزییات نه روښانه کېږي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل، د فساد ضد مبارزې په اډانه کې دغه ګام پورته شوی:
''د هلمند د قول اردو پخواني قومندان، چې د ډګرجنرال رتبه لري، د ادارې فساد او اختلاس په تورن د لویې څارنوالۍ د عدلې او قضایې ځانګړي مرکز له خوا نیول شوی دی. دوسیې تر څېړنې لاندې ده او زموږ د همکارانو د تحقیقاتو په رڼا کې به دا روښانه شي چې پرې لګول شوي تورن څومره ثبتيږي او هغه پيسې له دندې څخه د ناوړې ګټې په خاطر په لاس راوړي دي څومره دي.''
که څه هم په تېر کې د ملي اردو د یوشمېر نورو قومندانانو مالي او اداري فساد کولو راپورونه ورکړل شوي وو، خو تر اوسه ډېرې کمې دوسیې څېړل شوې دي.
په افغان پوځ کې د تدارکاتو، بنسټیزو پروژو او یوشمېر تړونونو کې فساد د یو لوی ګواښ په توګه یادېږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې یا سیګار په افغان امنیتي بنسټونو کې د لوی ادارې فساد خبرې راپورته کړې، په ځانګړی ډول په ملي پوځ کې، چې د سرتېرو تنخاوې پر وخت نه ورکول، د پوځ په ادارې او مالي برخو کې پراخ فساد او د حکومت پر وسلوالو مخالفینو د مهماتو پلورل هغه لویې ستونزې دې چې افغان حکومت او نړیوال پرې پرله پسې اندېښنې په ډاګه کوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په دې وروستیو کې د جنرالانو ترکچې یوشمېر امنیتي چارواکي په ډاګیز ډول محکمه کړل او ځینو ته سزا هم اورول شوه، خو هغه نیوکې لا هم پرځای دي چې مهم چارواکي د انصاف میز ته په ګرانه کشول کېږي.