BBC
 شاته

د تنګو جامو له امله دوې نجونې له الوتکې راګرځول شوې دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هوايي شرکت وايي دغو نجونو د کمپنۍ د مېلمنو په توګه سفر کاوه چې د دوی لپاره ځانګړې جامې اړينې دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا پر يونايټېډ هوايي شرکت ګڼې نيوکې شوې دي. دغه شرکت دوې نجونې له دې کبله له الوتکې راګرځولې وې چې ويل يې تنګې جامې يې اغوستې وې.

د يوې رضاکارې شينن واټس په وينا دغه پېښه د يکشنبې پر سهار له ډينور څخه مينياپولس ته په تلونکې الوتکه کې رامنځ ته شوې وه.

د واده ۱۵۰ کاله پخوانۍ جامې پیدا شوې

د فېشن اونۍ وروستي ماښام کې بالیووډ ستوري

نایک شرکت مېرمنو ته لومړی سپورتي حجاب جوړوي

هوايي شرکت وايي دغو نجونو د کمپنۍ د مېلمنو په توګه سفر کاوه چې د دوی لپاره ځانګړې جامې اړينې دي.

له دې وروسته يونايټېډ هوايي شرکت وويل، ټول عادي سفر کوونکي په هر ډول جامو کې د سفر اجازه لري.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption يوې رضاکارې شنون واټز پر دروازې ولاړ يوه کس نجونو ته ويل چې جامې بدلې کړي او يا هم پر لېګنګز باندې ټوکر واغوندي. په دوی کې د يوې نجلۍ عمر ۱۰ کاله و.

له دې پېښې وروسته دغه هوايي شرکت په ټوټير پاڼه ويلي، دغو نجونو "يونايټېډ پاس" باندې سفر کاوه، چې يوازې د کمپنۍ د کارکوونکو او د هغوی د خپلوانو لپاره وي.

د دې ډول ټکټ لرونکي له لګښت پرته او يا هم په ډېره کمه بيه د سفر اجازه لري خو د جامو په قانون کې يې راغلي چې ډېرې تنګې يا ازادې جامې، لنډه لمن او يا هم يو ډول څپلکې نه شي په پښو کولی.

رضاکارې شين واټس په ډينور هوايي ډګر کې له نجونو سره د دې پېښې په اړه پر ټوېټر ليکلي. پر دروازې ولاړ يوه کس نجونو ته ويل چې جامې بدلې کړي او يا هم پر لېګنګز باندې ټوکر واغوندي. په دوی کې د يوې نجلۍ عمر ۱۰ کاله و.

د انځور حقوق Science Photo Library

نوموړي ويلي درې نجونو ته د جامو پر سر د ټوکر له اغوستو وروسته د سفر اجازه ورکړل شوه، خو دوې نورې نجونې له تګ منعه شوې دي.

ځينې کسانو د يونايټېډ هوايي شرکت له دغې پرېکړې دفاع کړې او وايي د دې ډول ټکټ لرونکو لپاره قوانين له ډېر مودې راهسې موجود دي.