پرون په مسکو کې په سلگونو مظاهرچیان زنداني شوي
پرون د دوشنبې په ورځ په روسیې کې پولیسو په سلگونو تنه مظاهرهچیان چې په هغه ملک کې د فساد او د صدراعظم ډیمټري میډویډیف په ضد لارو کوڅو ته راوتلي وو زنداني کړي دي. په دغو نیول شوو مظاهرهچیانو کې د حکومت مخالفه سیاسي مشر الیکسي نوالني هم شامل دی.
داسي اټکل کیږي چې دغه مظاهرې د کال ٢٠١١ او ٢٠١٢ د کریملن ضد مظاهرو نه وروسته تر ټولو لویې مظاهري دي. د یادوني وړ ده چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن به راتلونکي کال د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ مقام ته کاندید شي.
د سرویگانو نه داسي معلومیږي چې د روسیې لبرال سیاستمدار نوالني د خلکو تر منځ دومره محبوبیت نلري چې په راتلونکي انتخاباتو کې ولسمشر پوتن ته ماتي ورکړي. خو د نوالني ملاتړي هیله لري چې د انتخاباتو نه وړاندي په حکومت کې د فساد په ضد مبارزه وکړي او د خلکو تر منځ خپل محبوبیت زیات کړي.
د رویټرز خبریال وایي چې پولیس یې ولیده چې نیوالني یي په مسکو کې د خپلو پلویانو ترڅنگ د مظاهرو په وخت ونیوه. کله چې د پولیسو موټر روان شو نو د نیوالني په سلگونو تنه ملاتړي د پولیسو د موټر نه چارچاپیره شول او د موټر د دروازو د خلاصولو کوښښ یې کاوه.
د نیول کیدو نه مخکي نیوالني خپلو ملاتړو ته ووئیل "زه ډیر خوشحاله یم چې د ملک په گوټ گوټ کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي."
کریملن پرون د یکشنبې په ورځ وئیلي دي چې دغه مظاهرې غیر قانوني، پارونکي او لمسونکي دي.