شاته

له پنجشیر پرته په ټول افغانستان کې جنګ روان دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۳۳ ولایتونو کې جنګ روان دی، چې په ځینو ولایتونو کې زیات او په ځینو کم دی.

د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر په کندز کې د سه شنبې په ورځ وویل چېنړیوالو ترهګرو دغه جنګ د پاکستان د استخباراتو په مرسته پر افغانانو تپلې ده.

ښاغلی اتمر، د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر او بهرنیو ځواکونو له جنرال سره د امنیتي حالاتو د ارزولو لپاره کندز ته تللی و، طالبانو تېر کال د کندز ښار د څو ورځو لپاره ونیوه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ اشنا ته وویل " د ۳۴ ولایتونو له ډلې يې په ۳۳ کې جنګ روان دی، هغه ولایت چې نا امني په کې نشته، پنجشیر دی. افغان امنیتي ځواکونه د هر ولایت جنګي تهدید ته په کتو په هغه ولایت کې خپل ورځني نظامي عملیات کوي."

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه په شپږو ولایتونږ ننګرهار، پکتیکا، کندز، هلمند، کندهار او ارزګان کې د " دښمن " او جنګ تهدید تر نور ډېر زیات دی او افغان ځواکونه هم په کې ډېر بوخت دي.

نوموړي وویل دا په دې مانا نه ده، چې "له امنیتي پلوه ټول افغانستان له ګواښ سره مخامخ دی، بلکې په هر ولایت کې چې د دښمن کم حرکت هم وي، موږ یې امنیتي تهدید بولو."

د افغانستان د ملي امنیت مشاور داسې مهال دا خبره کوي، چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو هڅې په ټپه درېدلي او په دې وروستیو کې په کابل کې هم یو لړ ځانمرګي بریدونه شوي، چې لسګونه افغانان یې وژلي دي.

دا اول ځل نه دی چې افغان چارواکي پاکستان او د هغه هېواد استخبارات په افغانستان کې له اورپکو سره په مرستې تورنوي، تر دې وړاندې هم دا ډول نیوکې شوي دي، ان یو وارې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې افغانستان له پاکستان سره په یو نا اعلان شوي جنګ کې مخامخ دی، خو پاکستان تل دا تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.