شاته

جنګل باغ: کندز کې ۱۲ طالبان له وسلو سره یو ځای نیول شوي

د کندز امنیتي مسوولان وایي دولس وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یوځای په چهار درې ولسوالۍ کې نیول شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې افغان او بهرینو ځواکونو تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم لاسته ورغلې ده.

نوموړی وایي چې په دغو عملیانو کې دولس عرادې موټر سایکل، یو عراده رنجر له وسله والو مخالفینو څخه نیول شوي دي.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.