د ترکمنستان د ولسمشر زوی د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ
د ترکمنستان د ولسمشر یوازني زوی د دې هېواد د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ.
د ترکمنستان دولتي رسنیو پرون راپور ورکړ چې سرادر بردي محمدوف د دې هېواد د پارلمان د حقوقي کمېټې مشرتوب پر غاړه اخیستی.
نوموړي تر دې مخکې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو د رئیس په توګه کار کاوه.
د سردار بردي محمدوف پلار، قربان قلي بردي محمدوف د ۲۰۰۶ میلادي کال راهېسې د ترکمنستان ولسمشر دی.
نوموړي د سفر مراد نیازوف له مړینې وروسته واک ترلاسه کړ.