شاته

جمهور رئیس ټرمپ او صدراعظم العبادي پر داعش خبرې کوي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د عراق د صدراعظم حیدر الابادي نن په سپینه ماڼۍ کې سره گوري او ټاکل شوې ده چې د دوه اړخیزو خبرو ترڅنگ د داعش څخه د موصل د بیرته نیولو پر عملیاتو به هم خبرې وکړي.

دواړو مشرانو تیره میاشت د اسلامي دولت پر ضد د عملیاتو په اړه تلیفوني خبرې کړې وې خو دا لومړی ځل دی چې هغوی به مخامخ سره وگوري.

حیدرالعبادي د واشنگټن پر لور تر پرواز وړاندې خبریالانو ته وویل چې هغه به د ښاغلي ټرمپ سره به د داعش پر ضد د عملیاتو خبره وکړي او زیاته یې کړه "موږ به پر دې وغږیږو چې داعش او د داعش پلویانو ته څنگه ماتې ورکړو".

د موصل جگړه

د وروستیو راپورونو په اساس د عراق ځمکنيو ځواکونیو چې هليکوپترو یې ملتیا کوله، په موصل کې د داعش وسله وال نور هم په شا تمبولي دي او د "النوري" جومات ته ورنژدې شوي دي.

د همدې جومات په ممبر کې د داعش مشر په ٢٠١۴ کال کې یوه مشهوره وینا کړې وه چې تر ننه خپریږي.

عراقي چارواکې وایي د موصل د پخواني ښار بیرته نیول اسان کار نه دی.

د عراق د پولیسو قوماندان جرنال حیدر عبدالله وایي " دا یوه ډېره ستونزمنه سیمه ده، او نیول یې ډېر سخت کار دی، خو زموږ ځواکونه اوس له موټرو کښته شوي او زاړه ښار ته ننوتلي دي. "

عراقي ځواکونه په موصل کې د داعش اصلي مرکز ته نژدې شوي دي.

عراقي ځواکونه په موصل کې د داعش اصلي مرکز ته نژدې شوي دي.

پوځي چارواکې وایي داعشیان هڅه کوي چې په ځانمرگو بریدونو د حکومتي ځواکونو د پرمختگ مخه ونیسي.

د عراق د چټکو ځواکونو قوماندان جنرال عباس الجبوري وایي" یوه ستره موضؤع د ملکیانو ژغورنه ده، ځکه داعشیان له ملکي خلکو د سپر کار اخلي.

د عراق حکومت د امریکا په ملاتړ پراخ پوځي عملیات د اکتوبر په میاشت کې پیل کړل چې موصل د داعش له منگولو خلاص کړي. تر اوسه پورې دوه سوه پنځوس زره ملکي خلکد جگړې له سیمې وتلي دي.