BBC
 شاته

پښتانه نوی کال څه ډول لمانځي؟

د انځور حقوق Getty Images

د کب په وروستۍ اوونۍ کې به مې نیا د کور جای نمازونه پخپله مینځل. اوس هم تل موږ ته د کور د پاکولو سپارښتنه کوي، وايي نوي کال ته باید هر څه پاک وي، چې په ټول کال کې مو زړه او روح پاک پاتې شي.

د نوي کال راتګ شاید ډېر د نوي پیل په نېک پال ونیسي.

اجمل پسرلی د هر کال په پېلېدو راته وايي: ''د تېر کال د کړو حساب ځان سره وکړه او نوی کال له نوې ساه سره پیل کړه. داسې چې د تېر کال د بدو ورځو ګرد هم پرې نه وي. ''

شاید یوازې د پیل نیک پال نه وي، بلکې د پسرلي راتګ او د کښتونو تازه کېدل بل زېری وي چې نوروز یې راته لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماشومانو ته تر هر بل چا نوروز ښه زېری راوړي، د لوبو او خوشحالۍ.

خو پښتانه د نوي کال هرکلی څرنګه کوي؟

د دې پوښتنې د ځواب په لټه مې څه وخت وړاندې د خواله پر رسنیو خلک وپوښتل.

ځینو د خپلو دودونو کیسې راته کړې وې چې ما دې لیکنه کې اشاره ورته کړې. عبدالرحمان احساس د پکتیکا له کټوازه لیکلي ول: ''موږ به د نوي کال پر ورځ راوتلو. نیالګي به مو کېښودل، بیا مو ډول واهه او یو لوی اتڼ به مو اچولی و. ده ویل په دې ورځ به کلیوالو ډول ډول لوبې کولې. پهلواني به زلمیو کوله، د اسونو د ځغلولو سیالي او نیزه بازي به وه. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "ځینې خو به د پسرلي مستې هوا دومره هوايي کړي وو چې په ځان به یې د سیالۍ د ګټلو لپاره ان موټر یا تراکتور تېراوه"

خالد ریحان راته وویل: "د سروضې په کلي کې، د نوي کال په شپه به مو له یوه ماشوم نه زمېرکی جوړاوه. ( یو ماشوم ته لونګۍ ور پر سروي، بوډا ترې جوړوي، بیا نور ماشومان ورپسې وي. هغوی د مشرانو مخکې داسې تمثیل کوي چې ګوندې دا ټول د بوډا اولادونه دي، او بوډا یو فقیر دی. په دې نیت له مشرانو پیسې ټولوي.) دا ماشومان چې روان وي ټول یې همدا سندره بولي:

ارګوړي، برګوړي

خدای دې زامن درکړي

چې په غولي درته ښوري

ده راته ویل 'د همدې زمېرکي په لاس کې به یوه جنډه وه چې موږ به د سخي صاحب جنډه بلله. '

د انځور حقوق Getty Images

له کندهاره مې مېرمن رڼا وپوښتله. دې راته کیسه کړه، د نوروز کیسه، چې "د نوي کال په سهار به په مېله وتلو، دا تګ به مو سبزي لګد باله. د نوي کال د اوونۍ په چهارشنبې به په بابا صاحب کې د کورنیو مېله وه. که له چا سره به ښځې نه وې هغه به یې مېلې ته نه پرېښودل.

د بزګر جشن به و چې هر یو به خپل حاصلات او مالونه د سیالۍ لپاره نندارې ته راوړي و. په غواوو به یې سرې بنارسۍ اچولې وې او خلکو به دې منظره کې سترګې ګنډلې وې. '

د انځور حقوق Getty Images

کندهار ته له نژدې سیمې زابله بشیر احمد احمدي راته ویل، دوی یې اوس هم لمانځي. خو له پخوا څخه یې بڼه لږ رسمي شوې. وايي "مخکې به د ښار ټول خلک د شېخ متي صاحب زیارت ته تللو جنډه به مو جګوله. خو اوس یوازې دولتي چارواکي ځي. نور خلک شاوخوا باغونو کې خپل تږي زړونه د پسرلي د ښایست په شنو اوبو خړوبوي. "

دوی هم د پکتیکاوالو غوندې پښې په اتڼ تڼاکې کوي. پهلواني کوي. ویل یې "ځینې خو به د پسرلي مستې هوا دومره هوايي کړي و چې په ځان به یې د سیالي د ګټلو لپاره ان موټر تېراوه. اسونه خو به هسې هم د هر یو تر پښو لاندې وو، چې په ځغلولو یې ملاوې ور ستړې کړي. "

د انځور حقوق Getty Images

له هلمنده عطاالله پېرزاد راته وویل چې دوی به اووه رنګه خوراک تیاراوه. دوی د کابلیانو او مزاریانو غوندې د (س) د ټکي شرط نه درلود.

جاوید واک راته ویل، په بلخ کې یې د ښار پښتانه د مزاروالو غوندې لمانځي. اووه ‌‌‌‌‌‌ډوله میوه جوړوي، سمنک پخوي، خو "د کلیو پښتانه بیا په مېلو او د باغونو په نندارو د پسرلي مستې هوا ته خولې تویوي. "

امین ابراهیم زوی راته لیکلي و چې "د غزني ښځې، ځوانان، لوی او واړه د حکیم سنايي او خواجه بلغار پارک، د سخي صاحب زیارت ته ستړې ارواوې وړي. خپله پخلی کوي، بنډارونه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر له کلیو هم خلک ورته راټولېږي. "

سید حبیب هم چې د غزني دی راته وویل: ''خلک مېلو ته ځي. نیالګي کرل کېږي، ښځې او کوچنیان زیارتونو ته ځي. چې اکثرو زیارتونو کې دننه تفریحي پارکونه ورته جوړ شوي. ''

د انځور حقوق Getty Images

له لوګره صفی الله دانش کوچي او وحید نور احمدزۍ راته وویل: ''کوزده شوې نجلۍ ته یې خسرګنۍ نوې جامې او یو څه د سینګار شیان، ورسره نکریزي ورلېږي. یو دوې نجونې دا شیان د دې تر کوره ور وړي بیا هلته د کلي نجونې مېله جوړوي او خلک کښت پېلوي. ' '

شبنم حسن خان نم د لوګر ده، خو دې ویل موږ یې د کابلیانو غوندې لمانځو. اووه رنګه میوه خیشتوو، د نوي کال په شپه سپينې وریژې او سابه پخوو چې د سابو زرغون رنګ د پسرلي نښه ګڼو. د نوي کال په ورځ شنو ځایونو ته مېلو ته ځو، د رڼا دوی غوندې دې هم ورته سبزې لګد وویله.

دې راته ویل، د کلي خلکو مو د چهار اسیاب په سیمه کې د چهل دختران زیارت کوي.

د کنړ یوه ځوان صحت سمسور هم همدا کیسه راته وکړه، چې کوژده شوې نجلۍ په نویو کالیو او یو څه ډالیو نازوي.

له پکتیا نعمت خان راته لیکلي: ''د سردار محمد داوود خان وخت کې کلي کې وم. له ګردیزه به جوپې، جوپې بسونه مزار ته تلل. ښځې، واړه، ځوانان او زاړه به په دومره شوق او مینه روان وو لکه د بوټو چې په پسرلي کې زړه هوسېږي، چې زر غوټۍ وسپړي. "

ده زیاته کړه "موږ به حتما یو ډولچي او سندرغاړی هم راسره وړل. حیات ګریزی یې څو، څو ځله بېولی و. "

اوس هم خلک هلته د نورو ولایتونو غوندې میلې کوي، باغونو ته ځي، اتڼونه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

له انسانخیله مې چې د لغمان ولایت و، وپوښتل هغه ویل: ''زموږ ښځو جنکیو به وریژې پخې کړې بیا به د یوې غونډۍ سر ته ختلې هلته به یې تر تیاره ماښامه سات تېراوه. سندرې به یې بللې، نڅاوې او اتڼونه به یې کول. ''

حلیمې لغمانۍ راته ویل: ''د مهترلام بابا په زیارت کې هم ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک راټولېږي. نوي کالي اغوندي او یو بل ته د نوي کال مبارکي ورکوي. ''

وږمې سعید راته وویل: ''وردګو کې کې پښتانه غوړې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او کولچې پخوي. بیا چې هر چا د پسرلي نوی ګل کور ته راووړ هغه ته هګۍ، غوړه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ یا کولچه ورکوي. ''

پښتانه، نوی کال داسې لمانځي. راتګ ته یې هوسېږي، د بزګرانو لپاره لمن، لمن خوشالي راوړي.

د ژمي له سړو د خلاصېدو او د ژمي د سستي اېستلو ښې ورځې وي او باید پکې چټک واوسو، حرکت وکړو، کار وکړو یو بل ته خوشالي پېرزو کړو.

د انځور حقوق Getty Images

په دې حساب مېلو ته تګ، باغونو ته راوتل د ژمي سړو ځپلی روح مو اراموي. ځکه خو خوشال بابا پخوا ویلي و چې:

په راتلو درسره ‌‌‌‌‌‌ډېرې خوښۍ راوړې

په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه

ځینې کلتورونه د ټولنې هویت او پېژندګلوي وي، لکه ونې چې تازه والي ته جرړو ته اړتیا لري، همداسې ټولنه او قوم ژوندي پاتې کېدو ته ښو دودونو ته.

هغو دودونه ته چې د دوی په وچو شونډو یوه خوله پسته موسکا غوړوي اړ دي. دا موسکا باید وپالل شي، دا جرړې باید اوبه شي چې ونه تازه وي.

هوښیار قومونه د خپل زرغونېدو واک په خپل موټي کې کلک نیسي او لکه پسرلی او تازه اوبه خپلې جرړې او اصل پرې نازوي.

د پسرلي بابا په دې غوښتنو به دا لیکنه پای او نوی کال پیل کړو چې:

اشنا راځه فرصت درسره پلی راوله سپرلی د نېکمرغۍ تر لاس نېولی راوله

د نویو خوشالیو وړ که نه یوو، نو خاونده په تېرو بهارونو کې یو ښکلی راوله

یا ما درسره بوځه، شنو لمنو ته سپرلیه یا بوی د شنو شوتلو نښتځلی راوله