BBC
 شاته

خپل اصلي وېښتان ولمانځئ

برتانیا کې د یوې ۱۱ کلنۍ نجلۍ مور یوه لوحه جوړه کړې ده چې د تور پوستانو خپل اصلي وېښته ولمانځي ځکه دا وايي نه غواړي لور یې هم د دې پر ځای چې پر خپلو وېښتانو ووياړي مصنوعي وېښتان واخلي او یا نور کیمیاوي مواد وکاروي.

د مصنوعي وېښتانو کارول او کوڅۍ کول په افریقايي ښځو کې ډېر دود دی خو روغتیايي کارپوهان باور لري چې د کیمیاوي موادو کارول بد اغېز درلودلی شي.