شاته

اندونیزیا په دې غور کوي چې همجسنبازي جرم وګڼي کنه

د اندونیزیا د اساسي قانون محکمې په دې غور کوي چې همجنسبازي جرم وګڼي کنه، د اسلامپالو یوې ډلې په دې اړه محکمې ته عریضه کړې ده.

دغه ډله، چې د کورنۍ مینې ایتلاف نومیږي وايي د اندونیزیا د اساسي قانون له مخې که یو بالغ د خپل جنس له نابالغ سره نامشروع اړیکې ساتي دا جرم او غیر قانانوني دي او باید د قانون دغه ماده تعدیل او پر هغو کسانو هم پلې شي، چې له خپلو همزولو همخیلو سره نامشروع اړیکي ساتي.

د دغې ډلې مشرې، ریتاهندراوتي، ویلي د دوی په دغې مبارزې کې د هغو خلکو ضد قضیه شامله نه ده، چې فطرتآ ستونزې لري لکه نرښځوکي او خنثی مشکل.

اسوشیټډ پرس وايي د سه شنبې په ورځ په همدې اړه یوه محکمه وشوه، چې د دغې ډلې استازو په کې وویل چې همجنسبازي یو اخلاقي فساد او د اندونیزیا د فکر ضد کار دی.

د اندونیزیا د اساسي قانون محکمې داسې مهال په دې اړه قضیه اوري، چې د همدغه کال په پيل کې په اندونیزیا د همجنسبازۍ د غندلو کمپاین پیل شو. اندونیزیا په اسلامي هېوادونو کې نسبتآ یو معتدل هېواد بلل کیږي.