BBC
 شاته

بامیانو کې اعتراض کوونکو والي پر "قومي تبعیضي چلند" تورن کړ

Image copyright Murad
Image caption اعتراض کوونکي سیمه ییز چارواکي تورنوي چې دوی ته بامیانو کې د اقتصادي فعالیت برابره ونډه نه ورکول کېږي او ادعا کوي چې په دولتي ادارو کې هم له هزاره پرته د نورو قومونو ونډه په نشت حساب ده.

د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو لسګونه اوسېدونکي د هغه څه پروړاندې چې دوی یې د سیمه ییزې ادارې د چارواکو تبعیضي چلند بولي، د اعتراض په ډول د بامیانو ښار کې راټول شول.

اعتراض کوونکو ویل چې وړمه ورځ (یکشنبې اسد/ زمري ۱۰مه) پولیسو د بامیانو د والي طاهر زهیر په امر یو شمېر کسبه کاران او غرفه لرونکي کسان ونیول شول او وډبول شول.

یوه لاریون کوونکي عرش الاحمد مراد بي بي سي ته وویل، نیول شویو کسانو پر خپلو ځمکو غرفې اېښې وې، خو سیمه ییز چارواکي په دې نوم چې دا په لرغوني ولایت بامیانو کې زرغونه سیمه ده، دلته "په تبعیضي ډول" د هغوی د کاروبار مخه نیسي.

"وړمه ورځ د طاهر زهیر په امر شاوخوا ۲۰ کسبه کاران له کوم دلیل پرته وډبول شول او زندان ته یوړل شول، نو خلکو نن اعتراضي لاریون وکړ. موږ څو غوښتې لرو، بامیانو کې دې زرغونې سیمې مشخصې شي، دوی بامیانو کې زرغونه سیمه د یوه قوم [ملکیت] پورې محدوده کړې، تاجیکانو پورې."

ښاغلي مراد زیاته کړه، د همدغو ستونزو د څېړلو لپاره بامیانو ته د یوه پلاوي تر ورتګ وروسته حکومت پرېکړه وکړه چې د دغو ځمکو تر استملاک پورې خلک کولی له خپلو شخصي ځمکو ګټه پورته کړي.

دده په وینا، هغه سیمه چې زرغونې سیمې په نوم ځانګړې شوې، د یو شمېر زورواکو او دولتي چارواکو لخوا پکې ودانۍ جوړېږي، خو نور خلک له خپلو ملکیتونو ګټه اخستو ته نه پرېښودل کېږي.

بامیاني اعتراض کوونکو د ولایتي شورا د غړو په منځګړتوب چې ددوی غوښتنو ته پاملرنه کېږي د یوه پرېکړه لیک په خپرولو، خپله اعتراضي ناسته پایته ورسوله.

په پرېکړه لیک کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتل شوي چې "ظالم محلي حکومتي چارواکي او خپله والي چې د حقیقت موندنې پلاوي د پرېکړې پر خلاف عمل کوي، ډېر ژر له دندې ګوښه کړي او داسې څوک د والي په توګه وټاکي چې کوم ګوند پورې تړلی نه وي."

Image copyright Murad
Image caption اعتراض کوونکي پر والي تور پورې کوي چې د بامیانو له اوسېدونکو سره د قوم پر بنسټ تبعیضي چلند کوي.

دوی ویلي چې د بامیانو زوړ ښار ونړول شو، خو په نوي ښار کې چې ترډېره ددوی پر ځمکو په ۲۰۰۰ دوکانونو او سرایونو کې جوړ شوی، دوی ته هېڅ اقتصادي ونډه نه ده ورکړل شوې.

په پرېکړه لیک کې راغلي: "له مرکزي حکومت او د بشري حقونو له بنسټونو غواړو چې سیمه ییزه اداره کې بامیانو کې د اوسېدونکو قومونو ونډه ورکړي او بامیانو کې د سیاسي قومي حذف عاملان د قانون منګولو ته وسپاري."

اعتراض کوونکو ویلي، په وروستیو څو کلونو کې محلي چارواکو، ښاروالۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په بېلابېلو پلمو د زرغونو سیمو په نوم د ودانیزو چارو مخه نیولې، "په داسې حال کې چې دا پلمه او سیاست له تاجیک او پښتون قوم پرته نه عملي کېږي."

خو د بامیان د والي مرستیال آصف مبلغ وایي چې ولایتي اداره د بامیان د ښاري او فرهنګي ماسټر پلان له مخې یوازې په زرغونو سیمو کې هټۍ او غرفې او د سبزیو او میوو هغه موټر لري کړي چې د ښار اوسېدونکو او موټرو ته یې ستونزه جوړوله.

ښاغلي مبلغ د ولایتي ادارې د چارواکو لخوا د خلکو پروړاندې د قومي تبعیضي چلند تورونه بې بنسټه وبلل. "ډېر شمېر کسان چې هلته غیرقانوني یا غیرپلاني غرفې یې اېښې وې، د هر قوم وې، هزاره او تاجیک و، داسې نه ده چې یو قوم وي، ښایي یوه ډېره اندازه ځمکه چې کرایه ورکړل شوې وه یا کسبه کارانو ته په واک کې ورکړل شوې وه د تاجیکانو وي."

د بامیانو د والي مرستیال وویل، ښایي دا ډول اعتراضونه اقتصاد پرځای ترډېره نور اړخونه ولري.

وړاندې تردې هم څو ځله په ټولنیزو رسنیو فسبوک کې یو شمېر کسانو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره په بامیانو کې خلکو سره د سیمه ییز چارواکو لخوا د تبعیضي چلند ادعا شوې ده.

په دغو انځورونو او ویډګانو کې ظاهرا ځینې کسان ډبول کېږي او ځینې نور بیا له سیمه ییزې ادارې شکایت لري چې ګواکې د چارواکو د قومي توپیري چلند له امله نه پرېښودل کېږي بامیانو کې اقتصادي فعالیتونه وکړي.

یو شمېر فسبوک پاڼې هم جوړې شوي چې وایي موخه یې بامیانو کې د برابرۍ د تامین لپاره مبارزه ده.

بامیانو د افغانستان د نورو سیمو په څېر بېلابېل قومونه ژوند کوي خو هزاره پکې تر نورو ډېر دي.