BBC
 شاته

افغانستان ته له نیمایي ډېره برخه تېل له کنټرول پرته واردېږي

Image copyright ansa

د افغانستان د ملي سټنډرډ اداره وایي، افغانستان ته د واردېدونکو نفتي توکو ډېره برخه په قاچاقي ډول او ګمرکي معافیت سره دې هېواد ته واردېږي.

ددې ادارې رییس نقیب الله فایق نن په کابل کې په یوه خبره ناسته کې وویل، له هردو درېیو لیټرو نفتو چې افغانستان ته واردېږي یواځې یو لیټر یې په کنټرول شوي توګه، یولیټر یې په قاچاقي ډول او وروستۍ برخه یې له ارزونې او ګمرک پرته دې هېواد ته راوړل کېږي.

دی وایي، ددې لپاره چې د سټنډرډ ملي اداره ټول نفتي توکي و ارزوي او د کیفیت مسوولیت یې واخلي، باید قاچاق او معافیت پایته ورسېږي.

ښاغلي فایق د بېلګې په ډول وویل، یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې دوی ۱،۵ میلیون لیټره بې کیفیته تېل ګرځولي، خو ښایي ددغو بې کیفیته تېلو ډېره برخه له قاچاقي لارو او معافیت سره افغانستان ته راوړل شوې وي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو او مایع ګازو رییس په وینا، دا هېواد هرکال ۳ میلیون متریک ټنه نفتي توکي واردوي.

د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته واردېدونکي تېل ترډېره له ترکمنستان، ایران، سوریه او عراق نه واردېږي. افغانستان کې تل د تېلو د کیفیت په اړه اندېښنې وي.

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې رییس وایي، په دې هېواد کې د مجهزو لابراتوارونو له فعالېدو سره د تېلو کیفیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی، خو لا هم اوږده لاره په مخ کې ده.

هغه همدراز وویل چې په نژدې راتلونکې کې به افغانستان ته د وارداتي تېلو د کیفیت لوړولو لپاره کابینې ته یوه نوې طرحه وړاندې کړي.

د افغانستان په نفتو کې د سربو او سلفرو کچه

د سټنډرډ ملي ادارې په نننۍ ناسته کې، افغانستان ته واردېدونکو نفتو کې د سربو او سلفرو د کچې په اړه د یوې څېړنې جزییات خپاره شول.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د چارواکو په وینا، سلفر او سرب د هوا له ککړوونکو دي چې د انسان روغتیا ته ډېر زیانونه لري.

په دغه څېړنه کې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې له کابل، هرات، نیمرزو، بلخ، فاریاب، کندوز، ننګرهار او کندهار کې له بېلابېلو برخو لکه بندر، د تېلو ټانکونو، د تېلو ذخیرو، د تېل پلورونکو دوکانونو او معافیت لرونکو تېلو نه ۲۴۱ نمونې ارزولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مجیب الرحمن خطیر وایي، دوی په پترولو کې د سربو او په ډیزلو کې د سلفرو اندازه وارزوله.

د هغه په وینا، ددې څېړنې په ترڅ کې ثابته شوه چې په وارداتي ډیزلو کې د سلفر کچه په سټنډرډ حد کې ده، خو په وارداتي پټرولو کې د سربو کچه په کمه اندازه یواځې ۶،۶ سلنه له سټنډرډ نه پورته ده.

خطیر وایي، ډېر ژر به پټرولو کې د سربو د کچې زیاتوالي لاملونو وڅېړل شي او کنټرول شي.

د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، اوسمهال وارداتي تېلو کې د سلفر او سربو د شتون له امله د هوا ککړتیا اندېښنې رفع شوي دي.

خو هغه ټینګار وکړ چې ددې څېړنې پایلې یواځې د سلفر او سربو اړوند دي، خو لا د هوا ککړوونکي نور عناصر هم تېلو کې شته چې باید وڅېړل شي.