BBC
 شاته

د بربنډو فلمونو لوبغاړې، 'د ارایشګرې په نوم ایران ته سفر کړی'

په انسټاګرام د کنډي چارمز خپور شوی انځور Image copyright instagram
Image caption په انسټاګرام د کنډي چارمز خپور شوی انځور

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوې 'باخبره' سرچینې ویلي، د پورن یوې لوبغاړې په وروستیو کې ایران ته د وېزې ترلاسه کولو داسې وړاندیز کړی و چې ګني ''په ارایشګاه کې کار کوي''.

دایران ایسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني او کنسولي چارو معاونیت له خولې ویلي، بریتانیایۍ پورن سټار کنډي چارمز په بل نامه له قانوني لارې د ایران وېزه ترلاسه کړې او هلته یې سفر کړی دی.

تېره اونۍ اغلې چارمز پر خپل انسټاګرام په 'حجاب' کې یو انځور خپور کړ چې وايي ایران ته یې د سفر پرمهال اخیستی دی.

دې ایران ته د خپل سفر د انګیزې په اړه وړاندې لیکلي چې تهران ته د پوزې د ښکلا د جراحۍ لپاره تللې او ایرانیان یې په ګرده نړۍ کې د پوزې عملیاتو کې ''ترټولو غوره'' بللي دي.

ددغه انځور خپرېدل او د اغلې چارمز څرګندونې د خبرونو په سرلیکونو کې راواخیستل شوې او پر خواله رسنیو یې ډېر غبرګونونه راوپارول.

د یاد انځور له خپرېدا څو ورځې وروسته، اغلې چارمز خپل انسټاګرام بند کړ. ویل کېږي دا کار یې له دې کبله وکړ چې د ایرانیانو له خوا یې د هک کېدا وېره وه.

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو ایران ته د اغلې چارمز د سفر په تړاو حیرانتیا ښودلې وه، دوی پر دولت نیوکه وکړه چې څرنګه یوه مشهوره هنرمنده په جعلي نامه د وېزې په اخیستلو وتوانېده.

کنډي چارمز له ایران نه تر ستنېدا وروسته خپل انځور خپور کړ او ترې لاندې یې ولیکل چې یوازې ډېر نژدې ملګري یې ایران ته په دې سفر خبر وو.

دا وايي: "دا چې خواله رسنۍ او ټویټر په ایران کې بند دي، له هغه ځایه اړیکه نیول ګران کار و".

اغلې چارمز پر خپل انسټاګرام د ایراني وګړو "زړه سوی" ستایلی چې په وینا یې، د دوی له سخاوته سخته اغېزمنه شوې ده.

کنډي چارمز ویلي وو، د یوه ملګري په همکارۍ ایران ته په سفر کولو بریالۍ شوه.