BBC
 شاته

واشنګټن پوسټ: د کابل تر ټولو خونړی برید

Image copyright EPA

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست د کابل پرونۍ چاودنې ته په اشاره ليکلي: پرونۍ چاودنه چې په کې څه د پاسه ٣٠ تنه تازه روزل شوي پوليس ووژل شول له تېر اپرېل راهيسې په کابل کې تر ټولو لويه هغه وه.

تېر اپريل کې د استخباراتو پر يوۀ روزنتون شوي بريد کې ٦٤ کسان وژل شوي و.

يوۀ افغان افسر چې د خپل نوم له اخيستو يې ډه ډه کړې ورځپاڼې ته ويلي د پرونۍ پېښې د قربانيانو شمېر تر ډاگييز شوي هغه لوړ دى.

ورځپاڼه زياتوي پرونۍ پېښې يو ځل بيا پوښتنې را پورته کړي چې حکومت ولې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د لېږد را لېږد په برخه کې خپلو امنيتي تگلارو کې بدلون نه دى راوستى.

گارډين:

دغې بريتانيا چاپې ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې ايران په پټه شيعه مذهبي افغانان پر دندو گوماري او د بشارالاسد په ملاتړ يې د جگړې په موخه سوريې ته لېږي. ورځپاڼه وايي ايران دغه افغان وگړي له خپل جنگ ځپلي هېواده وباسي او داسې يوې جگړې ته يې ور ټيل وهي چې افغانستان په کې هېڅ راز ونډه نه لري.

Image copyright ISNA
Image caption بريتانيا چاپې ګارډین ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې ايران په پټه شيعه مذهبي افغانان پر دندو گوماري او د بشارالاسد په ملاتړ يې د جگړې په موخه سوريې ته لېږي

د ورځپاڼې په وينا ډېرى دغه وگړي نيستمن، گوښي، او ټينگ مذهبي خلک دي. دوى په کور دننه ځان لپاره موخه يا هدف نه شي موندلى، نو غواړي پيسې ترلاسه کړي او په ټولنه کې ومنل شي. ورځپاڼه وايي په ايران کې دننه د جگړې ډگر ته د افغانانو لېږلو بهير مستند شوى، خو په افغانستان کې دننه د ايران د دغه راز فعاليتونو په تړاو رپوټونه نه دي خپاره شوي. ايران دا رد کړې چې گواکې په دې برخه کې يې خلک تطميع کړي او يا پر چا يې فشار راوستى.

خو گارډين وايي د يوه څېړنيز رپوټ جوړونکو موندلې چې ايران څنگه په افغانستان کې د سوريې جگړې لپاره افغانان جذبوي.

ډان:

Image copyright EPA

ډان ورځپاڼې د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوڅ له خوله ليکلي چې پاکستان نور افغان کډوال نه شي ساتلى او دوى بايد بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه متقاعد جنرال ويلي افغان کډوالو په پاکستان کې څه د پاسه يو نيم ميليون دندې نيولي، او دې چارې سيمه ييزو خلکو لپاره مالي ستونزې جوړې کړي دي.

د ښاغلي بلوڅ په وينا دې ته پام سره سيمه ييز خلک دندې نه شي موندلى.

نوموړى وايي د پاکستان اقتصاد د دوه ميليون افغان کډوالو بار نه شي زغملى.

مسکو ټايمز:

مسکو ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې د روسيې لومړي وزير ډيميتري مېدوېدوف پر ترکيې د لگېدلو اقتصادي بنديزونو لېرې کېدا لارښوونه کړې.

Image copyright AFP

خو نوموړي ويلي دا بنديزونه به پړاو په پړاو لېرې شي چې روسي توليدونکو ته زيان وا نه وړي