BBC
 شاته

ایټالیا کې دوو اورګاډ‌و ټکر کړی

Image copyright ITALIAN FIRE SERVICE

د ایټالیا سویل کې دوو اورګاډو مخامخ ټکر کړی، چې پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه.

د ایټالیا پولیس فکر کوي، چې پېښه کې ډېر کسان وژل شوي دي.

د ایټالیا سویل کې دوه اورګاډي مخامخ ټکر شوي، چې پایله کې یې ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه. دغه ګاډي له باري او بارلیتا ښارونو راتله، چې یوه بل سر ټکر شوو.

مرستندویان هڅه کوي، اندریا ښارګوټي ته نژدې د ټکر شویو ګاډو له اوښتیو واګنونو ایسار کسان راوباسي. د ځايي پولیسو مشر ریکاردو زینګارو وايي: '' فکر کوم پېښه کې ډېر کسان وژل شوي دي.'' نوموړي رای ټلویزیون ته وویل، یو شمېر واګنونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او داسې اندېښنه شته، چې ښايي د مړو کسانو شمېر ډېر شي.

په هغو کسانو کې، چې ژغورل شوي دي، یو ماشوم هم شته، چې د پېښې له ځایه چورلکه کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

غبرګونونه

تر اوسه د دغې پېښې لامل معلوم نه دی. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دواړه ګاډي په یوه پټلۍ ډېر چټک سفر کاوه.

دواړو ګاډو څلور واګنونه لرل او هغو تصویرونو کې، چې مرستندویانو اخیستي لیدل کېږي، چې پراخه ساحه کې د واګنونو پاتې شونې پراته دي.

د کوراتو ښارګوټي ښاروال وايي، ټکر خورا بوږنونکی دی او داسې ښکاري لکه کومه الوتکه چې لوېدلې وي.

مرستندویانو د پېښې په ځای کې له ټپي شویو کسانو سره د مرستې لپاره سیار روغتون جوړ کړی.

لومړي وزیر ماتیو رینزي میلان ښار ته خپل سفر لغو کړی او بېرته روم ته ستون شوی دی.

دغه پټلۍ چې ټکر پرې رامنځته شوی هره ورځ په نژدې ۲۰۰ اورګاډو کې پرې زرګونه کسان سفر کوي.