''سیمسون کورنۍ ؛ د ټرمپ پېښې کول، د کلنټن ملاتړ
د امریکا خوځنده رسمونو د ډرامې اصلي څېرې هومر او مارچ سیمسون (د سیمسون کورنۍ) د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هیلري کلنټن ته د رایو ورکولو او ملاتړ ته یوه خوله شوي دي.
دا هرڅه پر ''یوټیوب'' وېبپاڼې د ''فاکس ۲۰ پېړۍ'' شرکت په یوه نوې خپره شوې وېډیو کې راغلي. د وېډیو سرلیک ''د ګهیځ ۳ بجې'' ټاکل شوی، یوازې پر یوټیوب وېبپاڼې خپور شوی خو ډرامه کې نه دی راغلی.
په دې وېډیو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوریپال پر نوماند ډونالډ ټرمپ ملنډې وهونکی راڅرګندېږي او د (ا.هیټلر) په نامه کتاب یې لاس کې دی.
کله چې هومر اشاره کوي ټرمپ ته رایه ورکوي، مارج ورته وايي: ''که ستا دا رایه وي، نو پوښتنه دا ده چې ایا له تا سره اوسېدو ته دوام ورکړم که نه''.
دلته هومر ځواب ورکوي چې ''په دې ډول زه د ډیموکراټ ګوند ملاتړی شوم''.
په پام کې ده چې د نومبر پر ۸ مه د امریکا کېدونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ټرمپ د هیلري کلنټن پروړاندې سخته سیالي وکړي.
"اوس نه، ټویټر کې بوخت یم"
د سیسمونز ډرامې د شخصیتونو مارج او هومر ترمنځ د بحث لامل د مارج دا خبره ده چې ''تر هغو مینه نه شم کولی چې پرېکړه ونه کړم چا ته به رایه ورکوم''.
بیا رااوي داسې پوښتي چې : ''اوس د ګهیځ درې بجې دي او سپینه ماڼۍ کې تیلېفون کړنګېږي – توا څوک به ځواب ورکړي؟''.
په ۲۰۰۸ کال د هیلري کلنټن سیاسي هلو ځلو ته په اشارې سره، چې د ګهیځ په درو بجو په یوه اعلان کې تیلېفون ته زنګ ورځي، امریکایان پوښتي چې د ناورین تر رارسېدو پورې به څوک غوره کس وي.
بیا کلنټن او ټمپ راڅرګندېږي او تیلېفون ته ځواب وايي.
ټرمپ وايي: ''اوس نه، زه په ټویټر کې بوخت یم''.
بیا یوه مرستیال ته په امرانه انداز وايي: ''زما نوم د لینکولن په یادښتونو کې ولیکه، ناټو تړون مات کړه، بیا د زرو په لوښي کې هګۍ راته پخې کړه".
بیل کلنټن په لومړي سر تیلیفون ته داسې ځواب ورکوي: "د بېړنیو چارو خونه ده؟ همدا شېبه ځان در رسوم".
بیا خپل سر خوځوي او هیلري کلنټن ته د غوږۍ ورکولو سره وايي: "اوهو، زنګ درته راغلی".
هیلري ځواب ورکوي "هو. سر له اوسه نور ټول زنګونه ماته راځي ".