BBC
 شاته

د جوزجان قوشتېپه کې د پولیس سرتېرو کلابندي "ماته شوې"

د افغانستان شمالي ولایت جوزجان د والي ویاند رضا غفوري وایي، په قوشتېپه ولسوالۍ کې د پر طالبانو د هوایي عملیاتو په ترڅ کې د ۲۰۰ پولیسو سرتېرو کلابندي ماته شوې.

وړمه ورځ (اسد/زمري ۱۰) د جوزجان د پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي و چې دغه پولیس د طالبانو تر برید وروسته د قوشتېپې ولسوالۍ په مرکز کې کلابند شوي دي.

غفوري وایي، له تېر مازدیګره چې د له کابل او مزار شریف نه د پوځ ورغلو چورلکو قوشتېپه کې پر طالبانو هوایي بریدونه پیل کړي، ددې ډلې ۲۷ غړي وژل شوي.

هغه زیاته کړه، د پوځ یو شمېر کمانډو سرتېري هم د طالبانو مورچلو ته نژدې ښکته شول او د طالبانو پروړاندې یې درنه جګړه پیل کړه.

د جوزجان د والي ویاند وویل، طالبان د تېښتې په حال کې دي او دولتي ځواکونه یې د موندلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

ښاغلي غفوري ټینګار وکړ چې دا عملیات به د قوشتېپې تر بشپړې تصفيې پورې دوام ومومي.

هغه زیاته کړه، قوشتېپه کې یو شمېر وژل شوي او د طالبانو ځینې کلیدي کسان د ازبکستان اتباع دي.

Image copyright f

د جوزجان د والي ویاند په خبره، دوه ورځې وړاندې یو سرتېری وژل شوی و او ۷ نور ټپیان شوي و، خو د طالبانو پرضد تازه عملیاتو کې دولتي ځواکونو او همداراز ولسي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تېره ورځ وویل چې د قوشتیپې ولسوالۍ مرکز یې کلابند کړی، خو د دولتي ځواکونو د عملیاتو تر پیلېدو وروسته یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

قوشتېپه په جوزجان کې له ناارامو ولسوالیو دی.

د رسمي سرچینو په وینا، یو شمېر طالبان له پخوا هلته په کلیوالو سیمو کې اوسېدل او په وروستیو ورځو چې له فاریاب او سرپل نه ډېر شمېر طالبان ورسره یوځای شول، نو د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنې جګړې پر سیمې واوښته