شاته

په ترکېې کې د سرتیرو د نیولو لړۍ روانه ده

د ترکیې امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ۱۱ نور سرتیري د ناکامې کودتاه په تور ونیول. پردوې باندې دا توردی چې پر هغه هوټل باندې یې برید کړی دی چیري چې جمهور ریْس اردوغان د کودتاه پرمهال په کښي اوسیدی.

دغه کسان د مرماریس د ښارګوټي په مربوطاتو کې ونیول شول، چې یو سیاحتي سیمه ده. ددې څخه مخکي هم تیره اونۍ څو نور سرتیري په دې تور ونیول شول چې غوښتل ېې ښاغلې اردوغان په نښه کړي.

ولسمشراردوغان، د مرماریس ښار ته په رخصتی تللی وو، کله چې کودتاه پیل شوه. کوم وخت چې پرهوټل باندې برید شوي و، اردوغان د خپل هوټل څخه وتلی و.

د نن ورځې ګرفتارۍ د پولیسو له خوا د ګرفتاریوو د لړۍ وروسته مرحله ده. حکومت هڅه کوي چې ټول هغه کسان ونیسي چې په کودتاه کيې لاس درلودی چې دې کار د نړیوالو اندېښنې راپارولي دي.

تراوسه پوري د ۵۰ زرو نه زیات خلګ د خپلو وظیفو څخه برطرفه شوي دي او ۱۸ زره کسان د کودتاه په تور نیول شوي دي. د ترکیې حکومت په امریکا کې میشت پر مذهبي مشر فتح الله ګولن باندې د کودتاه د هڅې تور لګوي خو ګولن پر ځان باندې لګیدلي تورونه ردوي او وايي چې په کودتاه کې یې هیڅ لاس نه درلودی.