BBC
 شاته

پلازمېنه کابل کې موټر بم چاودنه

بېګا شپه افغان پلازمېنه کابل هم يوې درنې چاودنې لړزولی و. چاودنه چې د طالبانو یو بريد و، د کابل ختيځ کې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون شوی و. پوليس ويلي دوه بريدګر يې انګړ ته ورننوتلي، چې يو پوليس افسر او دواړه بريدګر په کې وژل شوي وو. د نارتګېټ په نامه دا مېلمستون چې کلکه ساتنه يې کېږي، درې کاله مخکې هم بريد پرې شوی و، خو بېګاني بريد کې يې بيا مېشتو بهرنيانو ته کوم زيان نه دی اوښتی.