شاته

صرافانو اتحاديه : که غوښتنې مو ونه منل شي احتجاج ته دوام ورکوو

د کابل شهزاده سراې د صرافانو د اتحاديی وياند حاجې عبدالرحمن زيرک اشنا راډيو ته وويل ، نن يی دغه سراې چې ميلونونو افغانۍ کارو بار پکې هره ورځ تر سره کيږي پرحکومت د احتجاج په خاطر بند کړې اوله دی امله دوئ ته په ميليونو تاوان اوښتې .

ښاغلي زيرک دا هم وويل له حکومت څخه يي په وار ، وارغوښتي چې د دوئ امنيت ته دې جدی پاملرنه وکړي ، د صرافانو او پيسو تښتونکو سره دی د قانون په پلی کيدو کې له جدیت څخه کار واخلي او نا امنه دولتي ادارې دی د سراې له خوا نه ليرې ځاې انتقال کړي خو چا يی تر اوسه غږ نه واوريدلې .

د کابل شهزاده سراې د صرافانو د اتحاديی وياند وويل ، دولتی چارواکو ورسره نن ژمنه وکړه چې ددوئ غوښتنې به ومني خو زيرک وايی که دا ځل يی غوښتنې ونه منل شي نوخپلو احتجاجونو ته به دوام ورکړي

شهزاده سراې د هيواد په کچه د اسعارو د تبادلې ترټولو لوی مرکز دی.

د شهزاده سراې د صرافانو په ننني احتجاج د عبدالرحمن زيرک سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته وريدلائ شئ: