BBC
 شاته

هغه سړی چې له سرطان څخه روغ پاتې شو بایسکل ځغاستې کې ومړ

Image copyright

هغه سړی د بایسکل ځغاستلوبې پر مهال مړ شوی، چې د ماشومتوب پر مهال له سرطانه روغ پاتې شوی و. ۴۸کلن روبین چارد د ماشومتوب پر مهال د سرطان په هجکین لیمفوما ډول اخته و، چې اوس د لندن ۱۶۹ کیلومتره ( ۱۰۰ میله ) بایسکل ځغاست لوبې پر مهال مړ شو.نوموړي دغه لوبه کې د سرطان څېړنې لپاره د بسپنې راټولولو په موخه برخه اخیسته.

د لوبې تنظیمونکي وايي نوموړی له ۲۵ میله ځغاستې وروسته د زړه له سختې سستۍ سره مخامخ شو او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

د هغه پلار او پلندر د سږو سرطان له کبله مړه شوي وو.

د نوموړي مېرمن ویکې وايي، چارد هغه څه کول، چې مینه یې ورسره درلوده. د نوموړي پر ویبپاڼې چې د بریتانیا سرطان څېړنې ټولنې لپاره یې د بسپنې په موخه پرانیستې د مرستو کچه له ۱۵۰۰۰ پاونډو اوښتې ده.

د هغه مېرمن وايي: '' د سرطان له کبله د هغه پلار، د هغه د مور ملګری او زما مور له مړینې وروسته د بریتانیا سرطان ټولنې لپاره د بسپنې ټولول هغه چاره وه، چې رابین یې له کولو خوند اخیست.''

د رایډ لندن تر سرلیک لاندې د لوبې منتظمین وايي:

''کنګسټن برج سیمه کې پر ښاغلي چارد د زړه حمله راغله او هلته شته روغتیاپالانو او ملګرو بایسکل سپرو ورسره طبي مرسته وکړه، خو نوموړي کنګسټن روغتون کې ساه ورکړه.''

پر خپله هغه پاڼه چې د سرطان درملنې په هدف څېړنو کې د مرستې لپاره نوموړي پر لیکه کړې وه، هغه لیکلي '' غواړم هغه درملنه نوره ګټوره او تل پاتې شي، چې نن سبا ورته لاسرسی لرو.''