شاته

افغانستان د پاکستان لخوا پر تورخم د دروازې جوړول وغندل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لوري په تورخم کې د دروزاې جوړول په کلکه وغندل او دا کار یې مایوسونکی بللی دی.

د وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ویل شوي، چې پاکستان دغه کار د د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې او د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف کړی دی.

افغان حکومت وايي دوی "د پاکستان دغو پرلپسې تېروتنو" د مخنیوي پر بېلابېلو لارو چارو غور کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي نه دي، چې له پاکستان سره دوی کله موافقه کړې او په موافقه کې یې څه ویلي دي، چې اوس د دوی په خبره پاکستان یې په خلاف اقدام کړی دی.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې افغان او پاکستاني ځواکونو ظاهرآ د پاکستان له لوري پر تورخم د تاسیساتو د جوړولو له کبله جنګ وکړ، چې څو ورځې روان و. په دغې جګړې کې د دواوړو خواو ځیني سرتیري هم ووژل شول او ژوبل شول.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې پر تورخم دروازه د امنیتي اندیښنو له کبله دروي او هڅه کوي چې لدې لارې د ورانکارو عناصرو د تګ او راتګ مخه ډب کړي. افغان چارواکي بیا وايي چې ترهګر او ورانکار عناصر د پاکستان په ښارونو کې خوندي دي او د تورخم دروازه به یې مخه ونه نیسي.

د ۱۸۹۳ میلادي کال راهیسې چې د ډیورند لانجمنه جوړه کړل شوې، افغانانو پر دې کرښې به نسبتاً آزاده توګه تګ او راتګ کړی دی. افغانستان د ډیورند کرښه له پاکستان سره خپله رسمي پوله نه بولي خو په نړیواله کچه دغه کرښه د افغانستان او پاکستان رسمي پوله ګڼل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.