BBC
 شاته

سپینې ماڼۍ ولې ځینې رسنۍ خبري کنفرانس ته پرې نه ښودې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سپایسر ویلي، اجازه نه ورکوي چې د سپینې ماڼې په اړه ناسم روایتونه، کاواکه خبرونه او غلط حقایق خپاره شي.

د نیویارک ټایمز، سي این این او بي بي سي په ګډون څو لوی خبري اژانسونه د سپینې ماڼۍ د یوه خبري کنفرانس له ګډونه ایستل شوي دي، چې د ځینو رسنیزو ډلو د سپینې ماڼۍ دا عمل غندلی دی.

د نیویارک ټایمز، سي این این بي بي سي او لاس انجلیس ټایمز په ګډون یو شمېر رسنیو ته اجازه نه ده ور کړل شوې چې د ولسمشر ټرمپ د ویاند شان سپایسر غونډې ته ورشي.

سپایسر ویلي، اجازه نه ورکوي چې د سپینې ماڼې په اړه ناسم روایتونه، کاواکه خبرونه او غلط حقایق خپاره شي.

ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه

د امریکا کورني امنیت وزارت د ټرمپ کډوالۍ فرمان 'رد کړ'

دغه رسنۍ وروسته تر هغه د خبري کنفرانس له پوښښه راګرځول شوې، چې ټرمپ پر رسنیو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې ځینې رسنۍ ''ناسم خبرونه '' خپروي.

بي بي سي له سپینې ماڼۍ خبري کنفرانس ته د اجازې نه ورکولو توضیحات غوښتي دي.

واشنګټن کې د بي بي سي د دفتر مشر پاول دانارا ویلي: ''موږ پوهېږو چې ښايي د ځای د کمښت یا کومه بله ستونزه به وي، نن چې کوم عمل شوی، له رسنیز قوانین سره جوړ نه دی. زموږ راپور جوړول به بې پرې وي''.

د جمعې ورځې دغه خبري ناسته د ویاند شان سپایسر د دفتر په یوه خونه کې سمبال کړل شوې وه، چې کامرې پکې نه وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه رسنۍ وروسته تر هغه د خبري کنفرانس له پوښښه راګرځول شوې، چې ټرمپ پر رسنیو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې ځینې رسنۍ ''ناسم خبرونه '' خپروي.

هغه رسنۍ چې د سپینې ماڼۍ د کنفرانس د پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې په لاندې توګه دي:

  • بي بي سي
  • سي این این
  • نیویارک ټایمز
  • ده ګارډین
  • لاس انجلیس ټایمز
  • بز فیډ
  • ډیلي مېل
  • او پولیټیکو

هغه رسنۍ چې کنفرانس ته ورپرېښودل شوې

  • اې بي سي
  • فاکس نیوز
  • بریټبرټ
  • رویټرز
  • واشنګټن ټایمز
د انځور حقوق @CNNPR
Image caption سي این این پر ټویټر غبرګون ښودلی