BBC
 شاته

د سوریې حمص کې ځانمرګو بریدونو لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د انځور حقوق EPA
Image caption دا پېښه په ژنیوا کې د سلوې له خبرو پیلېدو سره هم مهاله شوې، چې د سوریې روانې شخړې ته سیاسي حل ومومي.

د سوریې حمص ښار امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۳۲ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د سوریې خبري اژانس (سانا) د حمص د والي طلال البرازي له خولې ویلي په چاودنه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

رپوټونه وايي، د حسن په نوم د امنیتي کنډک مشر ډګروال حسن دعبول هم چاودنه کې وژل شوی. اټکل دی چې په بریدونو کې لږترلږه ۶ ځانمرګو برید کوونکو ګډون کړی وي.

حمص کې د 'اسلامي دولت' برید ۱۶ کسان وژلي

سوریه: د جهادي ډلو تر منځ نښته کې لسګونه کسان وژل شوي

بریتانیا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چاودنه کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې امنیتي کسان دي.

حکومتي ځواکونه د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې پر حمص ښار واکمن دي. هغه مهال د حکومت مخالفان د یوه اوربند په پایله کې له ښاره ووتل.

دا پېښه په ژنیوا کې د سلوې له خبرو پیلېدو سره هم مهاله شوې، چې د سوریې روانې شخړې ته سیاسي حل ومومي.

تېره ورځ هم د سوریې الباب ښار کې موټربم برید لږترلږه ۵۱ کسان ووژل.

دا برید له سیمې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې د جنګیالیو له وتلو وروسته شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې پوځ وايي، اوس د سوریې الباب ښار د ترکیې په ملاتړ د وسله والو په واک کې دی