BBC
 شاته

افغانستان کې 'ولسي تړون' د 'ملي پیوستون' پروګرام ځای ناستی شو

Image caption د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر نصیر احمد درانی وايي، که څه هم د ولسي تړون په نوم په دغه نوي پروګرام کې به هم د تېر په څېر بنسټيزې پروژې پلې کيږي خو ډېر ټينګار به يې پر روغتیا، ښوونې او روزنې او د څښاک اوبو په برخه وي.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د ملي پيوستون پروګرام له څوارلس کلني فعالیت وروسته نن رسماً وتاړه.

د افغانستان په کلیو بانډو کې زیاتره خلک دولت د ملي پيوستون له مخې پېژني. د بیارغاونې هغه پروګرام چې په څوارلسو کلونو کې يې ۸۶ زره پروژې پلې کړي او اوس يې عمر پای ته ورسېد.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت چارواکي وايي، دغه ودانيزې او د بیارغاونې پروژې يې په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۸۰ ولسوالیو کې ترسره کړې دي.

غني: د کلیو له ټیکاو پرته هېواد کې ثبات 'نه شي راتلی'

ملي پیوستون پروګرام: کلیوالي شورا ګانې یو ځای کېږي

کابل کې زموږ همکار نورګل شفق پخپل راپور کې وایي، د دغه وزارت د چارواکو په خبره، پر دغو پروژو یونیم ميلیارد ډالر لګښت راغلی او دغه پيسې د بېلابېلو مرستندویه هېوادونو لخوا ورکړل شوي چې د نړيوال بانک په مدیریت او د سيمه ييزو شوراګانو تر څار لاندې لګول شوې دي.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر نصیر احمد درانی وايي:

''د ۱٫۵ میلیارد ډالرو په ارزښت چې په بېلابېلو سکټورونو کې ۸۶ زره پروژې پلې شوې، پایله يې دا شوه چې: ۵۳ زره کلومټره د کلیو بانډو سړکونه جوړ شول، د څښاک اوبو سل زره سرچينې رامنځ ته شوې، سل زره کيلوواټه برېښنا له اوبو او لمره تولید شوه، ۶۰ زره ښوونيز ټولګي جوړ شول، سلګونه ټولنيز تالارونه او کلينکونه ودان شول، او د کرنې په برخه کې د بنسټيزو پروژو له پلي کېدو سره یو ميليون هټکاره ځمکه خړوبه او د کرنې وړ وګرځول شوه.''

د انځور حقوق AFP
Image caption اوس دولت د هغو پروژو په دوام چې له خلکو سره په ګډه تر سره کيږي او په دوی کې د مالکیت حس پيدا کوي، غواړي له یوې خوا خلکو ته ګټه ور ورسوي او بلخوا پر دولت د خلکو باور پياوړی کړي.

ښاغلی درانی زیاتوي، له څوارلس کلن فعالیت وروسته اوس ځکه د ملي پيوستون پروګرام تړي او پر ځای يې ولسي تړون پروګرام پيلوي چې هغه یوازې تر کلیو بانډو محدود و خو په دغه نوي پروګرام کې به ښارونو، بې ځایه شویو او بېرته راستنو شويو کډوالو ته هم پاملرنه کیږي.

دی همدا راز وايي، که څه هم د ولسي تړون په نوم په دغه نوي پروګرام کې به هم د تېر په څېر بنسټيزې پروژې پلې کيږي خو ډېر ټينګار به يې پر روغتیا، ښوونې او روزنې او د څښاک اوبو په برخه وي.

د ښاغلي دراني په وینا، دغه نوی پروګرام- چې د نوي لمریزکال په لومړيو دوو میاشتو کې به پيل شي- هغو سيمو ته لومړيتوب پکې ورکړل شوی چې په تېر پروګرام کې له پامه غورځول شوې وې او د دغه پروګرام لپاره يې یوه اندازه پيسې ترلاسه کړې دي:

''د اولو څلورو کلونو لپاره یو میلیارد ډالر پېشبيني شوې. په دې کې تقریباً ۶۳۰ میلیونه ډالر اوس رارسېدلي دي او دا نور هم د ډونرانو لخوا نه راځي، د RTF فنډ ته ځي او هغه د نړیوال بانک لخوا نه مدیریت کیږي.''

ازاده جرګه: د ملي پیوستون پروژه په ولسي تړون واوښته

د ولسي تړون پروګرام لپاره لس کلنه طرحه جوړه شوې او د لومړيو څلورو کلونو لپاره یو ميلیارد ډالر سنجول شوي، چې د نړیوال بانک په مدیریت به د افغانستان لپاره د بیارغاونې وجهي صندوق لخوا ورکول کېږي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د نړیوال بانک د عملیاتي پروګرامونو مسوول سټيفن اندګوا وویل چې دوی د تېر په څېر په ولسي تړون پروګرام کې هم د افغان حکومت ملا تړي:

''موږ منو، له تېر پروګرامه چې مو کوم درس واخیست، دا به د راتلوونکو نورو پروګرامونو لکه ولسي تړون لپاره یو قوي بنسټ واوسي، موږ به په راتلوونکي کې هم له افغان دولت او ټولنو سره همکاره واوسو، چې د افغانانو لپاره ښې پایلې ترلاسه کړو.''

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت که یو خوا د ملي پیوستون پروګرام بریالی بولي نو بل خوا مني چې په دغه پروګرام کې د بیارغاونې په برخه کې د سيمو ترمنځ انډول ته پام نه و شوی او ځينې پروژې هومره ګټورې نه وې. د دغه وزارت د چارواکو په خبره په تېرو څوارلسو کلونو کې د ملي پيوستون شپږ زره پروژې د ناامنۍ له کبله له پلې کېدو پاتې شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، دغه نوي پروګرام کې هغو سيمو ته لومړيتوب پکې ورکړل شوی چې په تېر پروګرام کې له پامه غورځول شوې وې

اوس دولت د هغو پروژو په دوام چې له خلکو سره په ګډه تر سره کيږي او په دوی کې د مالکیت حس پيدا کوي، غواړي له یوې خوا خلکو ته ګټه ور ورسوي او بلخوا پر دولت د خلکو باور پياوړی کړي.