BBC
 شاته

ټرمپ: زه د امریکا استازیتوب کوم، نه د نړۍ

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ښاغلي ټرمپ پلویانو هغه د ''امریکا! امریکا!'' په نارو وهلو تشویق کړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که څه هم د نړۍ همکاري او له نورو هېوادونو سره همکاري کول ښه دي، خو دی یوازې د امریکا ولسمشر دی نه د ټولې نړۍ.

نوموړي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: ''د یوه نړیوال ملي سرود، یوه پولي واحد او یوه نړیوال بیرغ په نامه هېڅ هم نه شته. دا یوازې امریکا ده چې زه یې استازیتوب کوم. زه د نړۍ استازیتوب نه کوم، یوازې ستاسې د هېواد استازی یم.''

د ټرمپ ملتپالو شعارونو ته د هغه ملاتړو او پلویانو هرکلی ووایه او د ''امریکا! امریکا!'' په نارو وهلو یې ټرمپ وهڅاوه.

هغه وړاندې ویلي وو، چې د امریکا نړیوال رول باید بدل شي او د هغه دولت ښايي په ناټو تړون کې خپل حضور ''بدل'' کړي.

ډونلډ ټرمپ: پر پوله دیوال له وخته مخکې جوړیږي

ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر وویل: ''یوازې یوه ژةنه ده چې موږ پرې راټول شوي و، هغه هم امریکا ته ژمن پاتې کېدل دي''.

ښاغلي ټرمپ خپله دا وینا یوځل بیا تکرار کړه چې د امریکا د امنیت خوندي کولو ته ژمن دی. هغه ژمنه وکړه چې ژر به په دې اړه نوي ګامونه واخلي.

ټرمپ وویل ''امریکا ته به بنسټپالي اسلامي ترهګر'' پرې نه دي. ښاغلي ټرمپ دا ژمنه هم وکړه چې د ''اسلامي دولت'' (داعش) په نوم ډله به له ''منځه'' یوسي.

ټرمپ پخپله وینا کې دا هم وویل، چې د مکسیکو پر پوله به دېوال ژر جوړ کړي:

''دېوال به جوړوم. باید ووایم چې د جوړېدو چارې به یې ډېرې ژر پیل شي. ډېرې ژر او له ټاکل شوي مهال وېشه مخکې. له ټاکل شوي وخت زښته ډېر مخکې''.

نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن او د ملي امنیت وزیر جان کلي د مکسیکو پلازمېنه کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د مکسیکو سیټي د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې له دغو دواړو امریکايي چارواکو هېڅ یوه هم د دیوال اړوند مسلې ته اشاره ونه کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مکسیکو د ټرمپ د دېوال جوړولو پر څرګندونو توند غبرګونونه ښودلي

رویټرز خبري اژانس د امریکا د ملي امنیت د وزارت د یوه راپور پربنسټ لیکلي، ددغه هېواد د جوړېدو لګښت تر ۲۱٫۵ میلیارد ډالرو پورې رسېدلی شي چې د ټرمپ د ۱۲ میلیارد ډالرو له اټکل ډېر لوړ دی.

هندوستان ټایمز: د ټرمپ اداره په يوه نړېوال سرخوږي بدله شوې

جان مکېن: د ټرمپ حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی

ښاغلي ټرمپ څو ځلې ټینګار کړی چې مکسیکو باید ددغه دېوال د جوړېدو لګښت ورکړي، خو ترې وړاندې کانګرس کې د دېوال د جوړېدو لپاره د بودیجې تصویب اړتیا ده.

د مکسیکو د ولسمشر انریکه پینا نیتو دولت ویلي، د هېڅ یوه دېوال جوړېدو لګښت به ورنه کړي.

ټرمپ: مایکل فلين هغه څه کړي، چې 'غیر قانوني نه دي'