BBC
 شاته

غور کې ولې نجلۍ د خوراکي توکو بدل کې واده شوه؟

Image copyright AFP
Image caption هغه دوه څلویښت کلن سړی چې دا کمکۍ نجلۍ یې نکاح کړې، هم مخکې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د غور سیمه ییز چارواکي وایي هغه کس نیول شوی چې خپله ۶ کلنه لور یې یوه دوه څلویښت کلن سړي سره واده کړې ده.

دغه کس خپله لور د یوه اندازه خوراکي توکو په بدل کې د پاخه عمر سړي ته ورکړې وه.

د نجلۍ پلار وايي، خپله لور یې وربښلې او په بدل کې یې یوه وزه – یوه بوجۍ وریجې او یو اندازه خوراکي توکي ترلاسه کړي.

په غور کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو د مخنيوي څارانواله مېرمن نګینه خلیلي وایي، د دغه کمکۍ نجلۍ پلار هم ګرم پېژندل شوی او ډېر ژر به یی دوسیه محکمی ته ولیږل شي.

د ده برخلیک د محکمې د پرېکړې په څرنګوالي پورې تړلی، خو مېرمن خلیلي وایي په قانون کې د هغو کسانو لپاره چې نجونې تر قانوني سن په ټیټ عمر ودوي منځ مهال حبس ټاکل شوی.

هغه دوه څلویښت کلن سړی چې دا کمکۍ نجلۍ یې نکاح کړې، هم مخکې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د ده دوسیه به هم محکمې ته لېږل کېږي.

ده ویلي، د لسګونو کسانو په حضور کې یې دغه نجلۍ نکاح کړې ده. چارواکي وایي د نجلۍ روغتیایي وضعیت ښه دی او جسمي زیان یې نه دی لیدلی.

د غور سیمه يیز چارواکي وایي په وروستیو کې په سیمه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو پېښې ډېرې شوې دي.

د ځایي چارواکو په خبره، یوازې په تېره یوه میاشت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو پنځه پېښې په غور کې ثبت شوې دي.