شاته

پاکستان د افغانانو ویزې تمدیدوي

د پاکستان له لورې د چمن او طورخم دروازو له بندولو ورسته یو شمېر عادي خلک هم له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

په دغه لړ کې هغه افغانان هم له مشکلاتو سره مخامخ شوي چې پاکستان ته په ویزو ځي او راځي، اوس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي د دغو افغانانو ویزې تمدیدوي.

خبره داسې ده چې ویزه لرونکي او نه الرونکي افغانان اخو او دیخوا ایسار شوي دي، خو اوس پاکستان وايي هغه افغانان چې ویزې او په قانوني دول پاکستان ته ورغلي لري، خو د دروازو د بندولو له کبله یې د ویزو وخت کم پاتې، موده به یې وغزول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار په پېښور کې د پاسپورټ سیمه ییز دفتر ته امر کړی چې د همدا ډول افغانانو ویزې دې تمدید کړي. په حکومتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دروازو له بندولو وروسته، چوهدري نثار د حالاتو جاج واخیسته او اړوندو چاروکو ته یې لاروښونه وکړه چې دا ستونزه حل کړي.

معلومه نه ده چې څومره افغانان له دا ډول ستونزو سره مخامخ دي. په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پنجشنبې په ورځ غوښتي وو چې تړل شوې دروازې دې خلاصې شوي. ښاغلي زاخیلوال ویلي وو چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

د لارو بندېدو تجارت زیانمن کړی

په همدې حال کې د دغو لارو د بندولو له کبله یو شمېر سوداګر هم اندېښمن دي، همدا اوس په دواړو غاړو کې ګڼ ګاډي ولاړ دي او د لارو د خلاصېدو انتظار کوي.

د پاکستان او افغانستان د صنایعو او تجارت د ګډې څانګې مشر، زبیر موتي وال،امریکا غږ ته وویل دواړه هېوادونه باید سیاسي کړکیچ له تجارت نه جلا وساتي.

هغه وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلني تجارت اندازه دوه میلیارده ډالره ده، دواړه هېوادونو په دې توافق کړی و چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا اندازه پنځه میلیارده ډالرو ته رسوي. خو زبیر موتي والا وايي چې په وروستیو کلونو کې د کړکیچ له کبله د تجارت اندازه یو نیم میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

څرګنده نه ده چې دا لارې به کله خلاصې شوي، خو په دې اونۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه وویل چې په کرښه باندې د امنیتي ځواکونو زیاتېدل د ګډ دښمن پر ضد، چې هر ډول ترهګر په کې شامل بلل کیږي، جنګ دی. خو ښاغلی زاخیلوال وايي د لارو بندېدل یوازې عام خلک له مشکل سره مخامخ کوي او بس.

پاکستان له هغه وروسته د چمن او تورخم دروازې وتړلې چې د سند په ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې یو ځانمرګي برید لسګونه کسان ووژل او پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې د دغه برید مسولین په افغانستان کې مېشت دي.

دواړو خواوو یو بل ته د یوبل پر ضد د جنګېدونکو اورپکو لستونه سپارلي او غوښتلي چې باید یې پر ضد اقدامات وکړي.