په افغانستان کې ځوان فلم جوړوونکي
په افغانستان کې د فلم جوړونې کار هم د نور چارو په څېر د جګړو او ناامنیو له کبله ټکنی شوی دی. خو ځینو ځوانو فلم جوړوونکو په افغانستان کې د ننه او بهر د دې تکل کړی چې دغې صنعت ته نوی رنګ ورکړي.
په دوی کې یو شمېر افغان کډوال هم شته چې د فلمونو لګښت یې لږ خو انګازې یې پراخې دي.
زموږ همکار کریم حیدري د څو فلمونو نندارې ته ورغلی او دا ريپورټ یې چمتو کړی دی.