شاته

د ریزه ګل زخم تازه دی خو بېرته خپل کور ته ځي

څو میاشتې مخکې له هغې وروسته ریزه ګل د افغانستان او د نړۍ د مطبوعاتو د خبرونو د سرټکی شوه، چې میړه یې د کورني تاورتریخوالي پر مهال پوزه پرېکړه. افغان حکومت بیا هغه د درملنې لپاره ترکیې ته واستوله چې څو میاشتې په روغتون کې وه او څو ځلې یې د پوزې د بیا رغولو عملیات وشول.

اوس د هغې پوزه بېرته رغول شوې، له روغتون رخصته شوې او د دوشنبې په سهار کابل ته روانیږي. ریزه ګلې امریکا غږ اشنا ته وویل " ډېره خوشحاله یم چې پوزه مې ښه شوه، خو لا هم خوراک په سختۍ کوم." ډاکټران وايي چې د وخت په تېرېدو سره به خوراک عادي شي.

ريزه گله وايي له ترکي داکترانو خوشحاله ده .

ريزه گله وايي له ترکي داکترانو خوشحاله ده .

که څه هم ترکي ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه، چې د هغې پوزه بېرته عادي بڼې ته وګرځوي، خو د ډاکټرانو په وینا له څو پرلپسې عملیاتو وروسته لا هم د هغې پوزې خپلې پخوانۍ بڼې نه ده خپله کړې.

د ریزه ګلې د تندي، ورون او د بدن د ځینو نورو غړو څخه غوښه پرې کړل شوې او په پوزه یې نښلول شوې ده، خو پوزې یې د غوښې نوې ټوټې قبولې نکړې او ډاکټران اړ شول، چې یوه وړه برخې ته یې پلاستیکي ټوټه ونښلوي.

شل کلنې ریزه ګلې څه باندې شپږکاله مخکې له ۲۶ کلن محمد خان سره واده وکړ چې د کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي له کبله د دواړو اړیکې خرابې شوې، میړه یې له واده سملاسې وروسته ایران ته ولاړ او څو کاله وروسته چې بېرته راغی اړیکې یې هماغسې خرابې وې.

ریزه ګله وايي چې هغېپه نیمه شپه کې له خپلې وړې لورګۍ سره د پلار کور ته ولاړله، چې د جرګو او مرکو نه وروسته بېرته خپلې خسرګنې کور ته په لاره میړه ودروله او پوزه یې پرې کړه.

ريزه ګل وايي ، د ميړه له ډير ظلم څخه په پټه د خپلې وړې لور سره په توره شپه پلار کور ته وتښتېدله چې ٢۴ ورځې وروسته د کلي سپين ږيرو او د خسر ګنۍ په ننواتو بيرته د خسرګنۍ کره پر لار، ميړه یې له ګاډي راښکته او پوزه یې پرې کړه.

ریزه گل د فاریاب ولایت د غورماچ په لېرې پرته او ناامنه ولسوالۍ کې ژوند کاوه چې د پزې د پرېکېدو له پېښې وروسته لومړی د غورماچ په روغتیایي مرکز او بیا د فاریاب په دولتي روغتون کې بستر شوه. هغه وروسته بیا د کابل یو روغتون ته انتقال کړل شوه چې بیا ترکیې ته د درملنې لپاره واستول شوه.