BBC
 شاته

د پنجاب یوه ولسوالۍ کې ۴۲ افغانان نیول شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لاهور پولیسو په خپل ټوېټر کې ویلي، چې په لاهور کې هم ورته عملیات روان دي او خلک د بایو میټریک الو سره ګوري.

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي، د دغه ایالت په مختلفو سیمو کې یې د ۴۲ افغانانو په ګډون ۸۰ کسان نیولي دي.

د حکومتي سرچنیو په خبره، دا ۴۲ افغانان د سیالکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو دلته د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د لاهور پولیسو په خپل ټوېټر کې ویلي، چې په لاهور کې هم ورته عملیات روان دي او خلک د بایو میټریک الو سره ګوري.

کابل:‌ د لارو په تړلو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه شي کېدای

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی

جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

دا نیونې په داسې مهال دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیانه کې د هغو نژدې سلو افغانانو پر حالت اندېښنه ښوولې وه، چې په پاکستان کې نیول شوي دي.

خو ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، تپه پنجاب کې تر ۲۰۵ کسان نیول شوي، چې ډېری افغانان دي.

په پاکستان کې له هغه وروسته پوځ د عمومي پلټنې او ترهګرو د ځپلو عملیات پیل کړل، چې د تېرې جمعې په شپه د سیند ایالت د سیهون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله تر ۹۰ پورې کسان ووژل او تر ۲۵۰ پورې نور ټپیان شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption سږکال له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو لړۍ چټکه شوې ده

د دې برید مسؤولیت ''اسلامي دولت '' ډلې منلی، خو پاکستان له هغه راهیسې له افغانستان سره خپلې دروازې تړلې او افغان چارواکي وايي، د ننګرهار او کونړ پر ځینو سیمو یې په سلګونو راکټي بریدونه هم کړي دي.

د چارواکو په خبره، د دې بریدونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۱۵۰ کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.

کوټه: ۳۲۸ ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

نيکولسن: د پاکستان ملاتړ زموږ دښمن ته ستراتيژيکه ګټه رسوي