BBC
 شاته

"جوزجان کې ۲۰۰ پوليس کلابند دي"

Image copyright f

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولايت ځايي چارواکي وايي نژدې ۲۰۰ تنه د ملي، سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو سرتېري له تېرو دريو ورځو راهيسې قوش تپې ولسوالۍ کې کلابند شوي دي.

د جوزجان د امنيه قومندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي وايي که سيمې ته ژر تر ژره مرسته و نه رسېږي ښايي بشري ناروين به رامنځ ته شي.

نوموړی وايي "نژدې درې ورځې کېږي چې شپه ورځ او ۲۴ ساعته تر محاصرې لاندې دي او پر ځواکونو يې بريدونه روان دي".

نوموړی زياتوي په دغو نښتو کې د وسله والوطالبانو "۲۰ غړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان" دي.

ښاغلي خاشي په دې ټينګار کړی چې له کابله دې ورته مرستې، مهمات او خوراکي توکې ولېږل شي. نوموړی خبرداری ورکړی که په دې اړه اقدام و نه شي ناوړه پايلې به ولري.

تېره ورځ د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري بي بي سي ته ویلي وو، چې طالبانو له څو خواوو د قوش تپې ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي دي.

قوش تپه د شبرغان له ښاره ۱۲۰ کيلومتره لرې پرته ده او په دغه ولايت کې يوه له ناارامه ولسواليو ګڼل کېږي، طالبانو له وړاندې په دغه سيمه کې شتون درلود.