BBC
 شاته

میرکل: "اسلام د ترهګرۍ سرچینه نه ده"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption میرکل وویل، په نړۍ کې د پوځي او د همکارۍ د ټلوالو موخه له ځانه دفاع او د امنیت راوستل دي:

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل د مونیخ کلني امنیتي کنفرانس کې د اسلامپالو اورپکو پروړاندې د نړیوالې جګړې په تړاو خبرې وکړې. هغې وویل، اسلام د "ترهګرۍ" سرچینه نه ده او د ترهګرۍ ضد جګړه کې د مهمو مسلمانو دولتونو همکاري حیاتي ده.

انګېلا میرکل امریکا ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د اوو مسلمانو هېوادونو پر وګړو د بندیز غندلو په تړاو هم داسې مهال خبرې وکړې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس یې هم وینا ته ناست و.

مېرکل وویل، د نړیوالې ترهګرۍ پروړاندې د امریکا همکاري ډېره مهمه ده، خو ددې په ټکو "ما ته تر ټولو مهمه دا ده چې اسلام - لکه څرنګه چې مسلمانان وايي - په دې ټلواله کې سمون موندلی دی؛ ځکه چې زما په اند، په هغو هېوادونو کې چې له ترهګرۍ سره مخامخ دي، اسلام ستونزه نه ده، بلکې له اسلام نه ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی چې د سخت دریځو ډلو د کړنو لپاره یې لاره هواره کړې ده."

اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

مونیخ غونډه: ولسمشر غني به د ټرمپ ادارې له چارواکو سره وغږیږي

دې وویل، "زه له مسلمانو چارواکو دا هیله لرم چې په قوي ژبه د سوله ییز اسلام مفهوم روښانه او له هغې ترهګرۍ بېل کړي چې د اسلام په نامه ترسره کېږي. دا کار د اسلامي علماوو او چارواکو په مټ کېدای شي".

نوموړې زیاته کړه، افغانستان ته یې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پوځيان واستول چې د ناټو په چوکاټ کې د ترهګرۍ ځالې هلته ړنګې کړي.

هغې وویل، له افغان ولسمشر سره یې په خبرو کې پر پوځي ملاتړ ټینګار وکړ، خو افغانستان کې د سولې راتلو لپاره سیاسي هلې ځلې هم باید مخته یووړل شي او د ارام افغانستان لپاره باید سوله ییزې هڅې وشي.

میرکل وویل، په نړۍ کې د پوځي او د همکارۍ د ټلوالو موخه له ځانه دفاع او د امنیت راوستل دي:

د انځور حقوق EPA
Image caption انګیلا میرکل د مایک پینس له وینا مخکې وغږېده

"که موږ غواړو چې د امنیت او دفاع ټولنه واوسو، نو د امنیت او دفاع لپاره باید ډېر څه وکړو، موږ په ګرده نړۍ کې د اروپايي ټولنې په اډانه کې ۱۶ پوځي ماموریتونه لرو او د سوریې او افغانستان د شخړو په تړاو د هواري په هڅه کې یو."

امریکا

د مونیخ امنیتي ناستې او اروپايي مشرانو ته په وینا کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وویل، امریکا به د ناټو ملاتړ کې "ټینګه" پاتې شي.

د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې په لومړۍ وینا کې ښاغلي پېنس وویل، امریکا "له اروپا سره نن او هروخت" ولاړه ده، خو نوموړي حاضرو کسانو ته وویل، اروپايي هېوادونه د دفاع په تړاو د خپل ونډې په اخیستو کې پاتې راغلي دي.

ملي امنیت: د القاعده یو جګپوړی قومندان وژل شوی

غني: ځينې هېوادونه 'ترهګرې شبکې' د سیاسي موخو لپاره کاروي

د ښاغلي پېنس له وینا وړاندې، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل د روسیې د تېري او "اسلامپالو ترهګرو" په ګډون د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ ډېرېدو غوښتنه وکړه.

په پام کې ده چې انګېلا مېرکل او مایک پېنس به د ورځې په وروستیو کې له یوبل سره مخامخ وګوري.

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس ته وویل، ځينې هېوادونه 'ترهګرې شبکې' د سیاسي موخو لپاره کاروي