شاته

ځانګړی ټیم د عبدالله د ټویټر پر بیا ترلاسه کولو کار کوي

د شنبې په ورځ د افغانستان د اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د ټویټر پر رسمي حساب هک شو. د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته وویل چې لا هم نه پوهیږي چې دغه کار چا او ولې یې کړی دی.

ښاغلي فیصل وویل "امنیتي ادارو او د مخابراتو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د هکرانو موقعیت پیدا کړي." د ډاکټر عبدالله عبدالله په ټویټر کې معمولآ د هغه د ورځنیو چارو، غونډو او لاس ته راوړنو په اړه معلومات، تصویرونه او ويډیوګانې خپرېدل.

د ښاغلي عبدالله حساب د ټویټر د شرکت له لوري رسمآ پېژندل شوی او څه باندې ۴۸زره کسان د ټویټر په اصطلاح "ورپسې" دي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي یوه ډله یې ګمارلې چې هکران پیدا او د ښاغلي عبدالله پر ټویټر بېرته واک ترلاسه کړي. د وزارت ویاند یاسین صمیم امریکا غږ اشنا ته وویل " یوه متخصص ټیم ګمارل شوی چې لومړی پر اکاونټ بیا کنترول ترلاسه کړي، بیا د بریدګرو موقعیت پیدا کړي او بیا د هغوی هدف ولې یې د ښاغلي عبدالله اکاونټ هک کړی دی".

ښاغلي صمیم وویل چې د ټویټر شرکت اصلي مرکز په امریکا کې دي، چې هر څه یې له هماغه ځایه کنترولیږي او همدا علت دی، چې د مخابراتو وزارت لپاره لږه ستونزمنه ده، چې ډیر ژر هرڅه بیرته تر واک لاندې راولي.

د ښاغلي عبدالله پر ټویټري حساب له برید وروسته، د هغه پر ټویټر د هکرانو تصویر او د روښنايي غورځنګ د ټویټر نښه -هشټک- خپور شو. خو د دغه غورځنګ غړي وايي دوی نه پوهیږي چې د ښاغلي عبدالله پر ټویټر چا برید کړی دی.

د غورځنګ یو غړي داود ناجي د امریکا غږ اشنا ته وویل " اول خو موږ ډاډه نه یو چې چا دې د عبدالله عبدالله ټویټر هک کړی وي. دویمه خبره دا ده، چې په موږ کې په تکنالوژۍ دومره پوه کسان نشته چې دا کار وکړي او درېیمه خبره دا ده که چا دا کار کړی وي، شاید هدف یې دا وي، چې د روشنايي غورځنګ او حکومت ترمنځ شته اختلافات لا ژور کړي".

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.