BBC
 شاته

"د جنبش ملېشو په فارياب کې له بشري حقونو سرغړونې کړې"

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان په شمال کې حکومت پلوه ملېشې د ولسي خلکو په و‌ژنې او ځورونې تورنې کړې دي.

دغه د څار نړیوال سازمان وایي، رپوټ یې د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې له ګڼ شمېر ولسي وګړو سره تر خبرو وروسته چمتو کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته پر وفاداره ملېشو تور لګوي چې پر ولسي وګړو یې بریدونه کړي دي.

د افغانستان لپاره د دې سازمان مشره څېړونکې پټریسیا ګاسمن په دې راپور کې ادعا کوي، دا لومړی ځل نه دی چې جنرال دوستم ته وفاداره وسله والو ولسي وګړي وژلي یا ځورولي دي.

دا چې تر دې دمه نه د ولسمشر له مرستيال او نه یې هم له ملېشو څخه په دې اړه پوښتنې ګروږنې شوي، چې ‍په وینا یې همدې خبرې د افغانستان په شمال کې امنیتي حالت خراب کړی دی.

ملي جنبش ګوند دا راپور رد کړی دی او ویلي يې دي دغه "ادعاوې حققبت نه لري او يواځې تورونه دي".

د دغه ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج له بي بي سي سره په خبرو کې دا رپوټ یو اړخیز بللی او وايي د دغې راپور سرچينې معلومې نه دي. د ده په وينا د جګړې پر مهال ښايي تېروتنې شوې وې خو دا نه مني چې دغه کار دې قصدي شوی وي او وايي که په دې اړه اسناد او شواهد وي هغه بايد وڅېړل شي.

رپوټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) له خولې لیکلي، د جنرال دوستم ملیشو د جون میاشتې پر ۲۶مه نېټه په فاریاب ولايت کې د طالبانو پر ضد یو لړ عملیات پیل کړل. په دې عملیاتو کې ۱۳ ولسي وګړي ووژل شول او ۳۲ نور ټپیان شول.

Image copyright VPO

وروسته له هغه چې طالبان له سیمې ووتل، د جنرال دوستم ملیشې په کلیو کې د خلکو کورونو ته ور ننوتلې. رپوټ وایي، د کورونو د تلاشۍ پر وخت پنځه نور ولسي وګړي هم د همدې ملیشو له خوا ووژل شول او ۱۲نور ټپیان شول.

رپوټ په سیمه کې د یو شمېر ولسي وګړو له خولې وایي، د دې عملیاتو پرمهال د ملي اردو ځواکونه موجود نه وو. خو ځينو نور خلکو بیا ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه موجود وو، مګر په چاڼیزو عملیاتو کې یې برخه نه اخیسته، او نه یې هم د ملیشو په لاس د ولسي وګړو د وژنې یا ځورونې مخنیوی کاوه.

رپوټ زیاتوي، که افغان ځواکونه د بشر ضد جرم ترسره کوي نو افغان حکومت د جګړې د قانون له مخې اړ دی چې په اړه یې پلټنې وکړي او تورنو کسانو ته سزا ورکړي.همدا رنګه، هغه قومندانان هم باید محاکمه شي چې ځواکونه یې ورته عمل ترسره کوي.

مېرمن ګاسمن وایي، د جنبش د ملیشو په څېر ملیشې باید وار د مخه له منځه وړل شوې وای، خو دا چې د ځواکمنو کسانو ملاتړ ورسره دی، تر دې دمه یې هېچا هم مخه نه ده نیولې.

نوموړې پر ولسمشر غني غږ کړی چې د دا ډول ملیشو د له منځه وړلو په اړه دې خپله ژمنه پوره کړي. مونږ هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ دفتر غبرګون هم واخلو خو هغوي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.