BBC
 شاته

د امریکا ټکساس کې یو شمېر کسان په ګولیو ویشتل شوي

Image copyright EPA

د امریکا ټکساس ایالت په اسټین ښار کې پولیسو ویلي، د ډزو په دوو پېښو کې څو کسان په ګولیو ویشتل شوي دي.

امریکايي رسنۍ وایي، لږ ترلږه یو کس وژل شوی.

د پولیسو په وینا، د ډزو دوه پېښې په ورته وخت کې په یوه سیمه کې رامنځته شوې دي.

چارواکو ویلي، د اسټین ښار دغه سیمه کې اوس امنیت ټینګ دی.

پولیسو له خلکو غوښتي چې له سیمې لرې واوسي.

ډزې په سیمه ییز وخت د سهار په ۳ بجو پیل شوې. د دې پېښې ویډیویي انځورونه ښيي چې یو کس د یوه رسټورانټ مخې ته په داسې حال کې پروت دی چې پولیس یې شاوخوا راتاو دي.

همدا انځورونه ښيي چې پر اس سپاره د پولیسو ځواکونه هغه کسان له سیمې لرې کوي چې د پېښې سیمه ګوري.