BBC
 شاته

'ملټي ویټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'

Image copyright PA

يوه نوې څېړنه ښيي، چې ملټي وټامن درمل د مېندوارو مېرمنو لپاره کومه ګټه نه کوي، بلکې د څېړونکو په خبره دغه چاره یوازې د پېسو ضایع کول دي.

ډرګ او ترپیوليکس کې خپاره شوي رپوټ کې څېرونکو ویلي هغه ټول علامات او شواهد چې دوی لیدلي ښيي، چې دغه درمل د مېندو او ماشومانو روغتیا لپاره کومه ځانګړې ګټه نه لري.

دوی زیاتوي، هغسې چې د بريتانيا روغتیا ملي اداره ( این ایچ ایس ) سفارښتنه کوي، مېندوارې مېرمنې باید د مناسبو خوړو تر څنګ فولیک ایسډ او ويټامن ډي وخوري، چې دا وايي ورته خورا اړین دي.

بل لور ته د دغو درملو تولیدونکي وايي، یو شمېر مېرمنې د مېندوارۍ پر مهال مناسب خواړه نه خوري.

څېړونکي وايي، د فولیک اسیډ په اړه یې داسې کره شواهد موندلي، چې که هره ورځ ۴۰۰ مایکرو ګرامه واخیستل شي، د مور په ګېډه کې د وده کونکي ماشوم وجود کې د نیورل ټیوب نومي غیر عادي حالت رامنځته کېدو مخه نیسي.

دوی دغه راز د مېندو او ماشومانو د روغو هډوکو لپاره هره ورځ د ۱۰ مایکرو ګرامه ويټامن ډي اخیستو سپارښتنه کوي.

د روغتیا پالانو په ونیا د مېندوارۍ پر مهال د وټامن ( A ) كاروول د ماشوم او مور دواړو د روغتیا لپاره خطرناک کېدای شي.

څېړونکي وايي مېندوارې مېرمنې ښايي فکر وکړي، چې د ماشوم روغتیا لپاره یې ګران بیه درمل ګټه وکړي، خو دوی به د بازار موندنې دغو هڅو سره ځکه کلکه مبارزه وکړي، چې په وینا یې دغه درمل د مېندو لپاره هېڅ کومه ځانګړې ګټه نه کوي.

دوی وايي یوازیني هغه درمل چې مېندوارو مېرمنو او په ګېډه کې یې شته ماشومانو ته ډېر ګټور دي، فولیک اسیډ او ويټامن ډي دي.

د دوو کسانو خواړه؟

د شاهي کالج جینیټ فایلي په خبره: '' موږ به هغو ټولو مېرمنو ته، چې مېندوارې دي، سپارښتنه وکړو، چې سابه او تازه میوې او ورسره فولیک اسیډ درمل وخوري. ''

دا وايي، '' موږ باید دا هم ووایو، چې یوه مېندواره مېرمن د دوو کسانو خوړو ته اړتیا نه لري. دا هسې یو پخوانی نکل دی، خو هغه چې اړین دي، مېندوارې مېرمنې باید مناسب عادي خواړه وخوري.''

بل لور ته د هغو شرکتونو اتحادیه چې غذايي درمل تولیدوي ټینګار کوي، چې ډېری هغه مېرمنې چې ماشومان لري، د اړتیا وړ خواړه نه خوري او له دې کبله دوی هغه غذاییت نه تر لاسه کوي، چې اړتیا ورته لري.

دوی وايي پر همدې بنسټ دغسې درمل د خوړو هغه کمښت له منځه وړلای شي، چې له همدې کبله رامنځته کېږي.