شاته

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په لومړۍ کاري ورځ، نړیوالې ناندرې

د امریکا د بهرنیو چارو نوی تائید شوی وزیر د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت کارکوونکو ته وویل چې د دې ادارې دیپلوماټان باید اجازه ولري چې خپل سیاسي نظریات څرگند کړي خو زیاته یې کړه "مونږ خپل پرسونل ته دا اجازه نشو ورکولای چې د هغوی اعتقادات په کاري وړتیا باندې یې ناوړه اغیزه وکړي."

روانه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت زر تنه چارواکي د یو یاداشت په لاسلیک کولو خپل اختلاف د جمهور رئیس ترمپ د هغه فرمان په اړه څرگند کړ چې د اوو اکثریت مسلمانو هیوادونو څخه په مسافرو باندې یې بندیز لگولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ریکس ټیلرسن د کار په لومړۍ ورځ، نړیوالو رسنیو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د استرالیا او مکسیکو د مشرانو ترمنځ د ناندریزې ټیلفونې اړیکې په اړه رپوټونه خپاره کړل.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې په حواله ټرمپ د اسټرالیا له لومړي وزیر سره خپلې خبرې په قهر پاې ته رسولې او ویلي چې دا د نړۍ له مشرانو سره د اړیکو په لړ کې تر ټولو بده ټیلفوني مکالمه وه.

د امریکا دیموکرات او د جمهوري غوښتونکو ګوندونو د یو شمېر مخورو کسانو له مخالفت سره سره، ریکس ټیلرسن د سنا مجلس څخه د اعتماد رايې تر اخیستلو وروسته د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه لوړه وکړه.

پر ټیلرسن یوه نیوکه داده چې د روسیې له جمهور رئیس سره نږدې انډیوالي لري.

خو له بې باوریو وراخوا، جمهور رئیس ټرمپ د ټیلرسن پر وړتیاوو حساب کوي.

"ته بې سارې وړتیاوې او ژور لیدلوری لرئ او زه غواړم چې دا هر څه په بهرنۍ دیپلوماسۍ، د ملت د اړتیاوو، او په نړۍ کې د ثبات او امنیت په ټینګښت کې چې همداوس په تاوتریخوالو او جګړو کې راګیره ده، وګورم."

د ټیلرسن د کار په لومړۍ ورځ، اسټرالیايي مقاماتو ددغه هېواد د صدراعظم مالکم ټرنبول او جمهور رئیس ټرمپ ترمنځ پر ټیلفون د لفظي شخړو خبر ورکړ.

مکسیکو ته د سرتیرو د لیږولو گواښ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خپل مکسیکوي سیال، اینریک پنه نیتو ګواښلی چې په وینا یې که د "ناوړه خلکو" پر وړاندې ګام وانخلي نو امریکايي پوځیان به دغه هېواد ته واستوي.

تردې دمه معلومه نده چې له ناوړو خلکو څخه د ټرمپ موخه کوم کسان دي او دا هم څرګند نه دی چې مکسیکوي رهبر د ټرمپ په د ګواښ پر وړاندې څه غبرګون ښودلی دی.

خو د مکسیکو د جمهوري ریاست ویاند رد کړې چې د ترمپ د خبرو لحن ډارونکی و.

آسترالیا سره اړیکې

د آسترالیا صدراعظم، مالکم ټرنبول

د آسترالیا صدراعظم، مالکم ټرنبول

د امریکا او اسټرالیا د مشرانو خبرې هغه مهال جنجالي شوې چې دواړو خواوو د امریکا د پخوانۍ ادارې لخوا د پناه غوښتونکو د منلو پر یوې معاملې بحث کاوه. د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټرنبول وویل چې ده پخپله راپور لیدلی دی.

هغه زیاته کړه "زه نه غواړم چې د خپلو خبرو په اړه تبصره وکړم مګر دا چې ووایم چې جمهور رئیس ډاډ ورکړ چې هغه به د مهاجرینو د بیا میشت کولو په اړه د اوباما له ادارې سره شوې موافقې ته په عزت ادامه ورکوي."

د بارک اوباما حکومت تیر کال نوامبر میاشت کې له اسټرالیا سره موافقه وکړه چې د ناورو او پاپوا نیو ګیني په کمپونو کې میشت ۱۲۵۰ تنه کډوالو ته په متحدو ایالتونو کې پناه ورکوي. اکثریت دغه پناه غوښتونکي د افغانستان، پاکستان او ایران اتباع دي.

ټرمپ له اسټرالیا سره د شوي توافق پر ضد غبرګون ښودلی او ویلي چې دغه معامله به پخپله مطالعه کړي.