شاته

د امریکا د دفاع وزیر جاپان او کوریا ته روان دی

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر، جیمز ماتیس د دندې له پیل کولو وروسته په خپل لومړني سفر کې له جاپان او جنوبي کوریا څخه د چهارشنبې په ورځ [فبرورۍ ۱] لیدنه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې ماتیس به د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا ددغو دوو پوځي متحدینو اندېښنې واوري.

د دفاع وزارت یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې ماتیس به د جنوبي کوریا او جاپان د دفاع وزیرانو سربیره د دواړو هېوادونو له رهبرانو سره هم لیده کاته وکړي.

د چارو مبصرین وایې متحده ایالات د آرام سمندر د حوزې د هېوادونو په اړه د خپلې نوې پالیسۍ تر اعلان مخکې غواړي چې په سیمې کې خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له جاپان او جنوبي کوریا څخه غوښتي و چې د امنيتي بودیجې په تامین کې خپله ونډه زیاته کړي.

ختیځې آسیا ته د امریکا پوځې مقامات په داسې حال کې سفر کوي چې د ټرمپ ادارې د چین سمندر په اړوندو مسایلو د خپل هېواد پر پراخ دخالت ټینګار کړی دی.

شمېرې ښیې چې اوسمهال جاپان کې شاوخوا پنځوس زره او جنوبي کوریا کې نږدې دیرش زره امریکايي سرتيري دېره دي.

په جاپان او جنوبي کوریا کې د امريکايي پوځیانو د حضور یوه موخه د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې لدغو هېوادونو څخه دفاع بلل کیږي.