شاته

ارګ: له عطامحمد نور سره خبرې دوام لري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د ولسمشر محمداشرف غني او د بلخ د سرپرست عطامحمد نور ترمنځ خبرې دوام لري، خو لا تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حُسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل، له عطامحمد نور سره خبرې د اجرائیه ریاست د څنګ ته کولو په معنی نه دي، بلکې حکومت غواړي چې په سیاسي نظام کې ټول اړخونه ورګډ کړي.

هغه وویل "له دغو خبرو څخه د ملي یووالي د حکومت اصلي موخه دا ده چې موږ څه ډول سیاسي مشارکت زیات کړو او په حکومت کې د مختلفو سیاسي قشرونو له ظرفیتونو او ځواکمنتیا څخه کار واخلو، د حکومت ټینګار هم پر دې دی، چې زموږ ادارې مسلکي او غیرسیاسي شي."

دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولایت سرپرست عطامحمد نور په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي، چې د اسلامي جمعیت د ګوند په استازيتوب له ارګ سره خبرې پیل کړې دي.

ښاغلي نور چې د سې‌شنبې په ورځ یوې غونډې ته وینا کوله وویل "د ملي یووالي د موافقې د تطبیق تر څنګ، د لویې جرګې رابلل، نور زیات موارد دي چې موږ باید په ملي او نړیوالو تصمیم نیونو کې شریک واوسو. د افغانستان په وسله‌وال پوځ کې د ګومارنو لپاره باید یو کمیسیون جوړ شي، چې څلور پنځه تنه یې غړیتوب ولري، دوه کسه په کې زموږ غړي وي، دیرش سفارتونه، دیرش معینیتونه، د سیمه‌ایزو ارګانونو ادارې په ګډون یو شمیر مستقلې ادارې، له لسو نه نیولې تر پنځلس ولایتونه او د نړۍ نیمايي کونسلګرۍ موږ ته راکړل شي."

عطامحمد نور ټينګار کړی، چې ولسمشر غني د هغه دا غوښتنې په 'ورین تندي' منلې دي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حُسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل، تر اوسه د څوکیو د شمیر پر سر خبرې نه دې شوي.

د افغانستان اجرائيه ریاست له امریکا غږ سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه، خو له دې مخکې یې ویلي وو، چې د عطا محمد نور او اجرائيه ریاست ترمنځ اختلافات نشته او کومه تګلاره چې ښاغلي عطا د سیاسي ستونزو د هوارولو لپاه غوره کړې ده، ورته درناوی لري.