شاته

وزیري: د افغان ځواکنو مرګ‌ژوبلې په اړه د سیګار شمیرې سمې نه دي

په داسې حال کې، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار وروستی رپوټ ښيي، چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې له پیل څخه د نومبر میاشتې تر نیمايي پورې په دغه هیواد کې ۶۷۸۵ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونهوژل شوي، خو د افغانستان د دفاع وزارت دا شمیرې ناسمې ګڼي.

د سیګار په رپوټ کې راغلي، چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري له لمړۍ څخه د نومبر میاشتې تر دولسمې نیټې پورې په افغانستان کې ۶۷۸۵ افغان پولیس او د اردو سرتیري وژل شوي او ۱۱۷۷۷ نور ټپيان شوي دي.

دا شمیرې ښيي چې د ۲۰۱۵ عیسوي کال په پرتله د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه ۳۵ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت په تیر عیسوي کال کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې د کچې زیاتیدل تائیدوي، خو په دې اړه د سیګار شمیرې ناسمې ګڼي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، چې د ناامنیو د زیاتیدو له امله د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ‌‌ژوبلې کچه لوړه شوه.

که څه هم جنرال وزیري کومه شمیره وړاندې نه کړه خو ویې ویل "دغه رپوټ چې دوی (سیګار) خپور کړی او شمیره یې چې موندلې ده، دا کاملاً درسته نه ده او سمه نه ده."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، له ۲۰۱۴ عیسوي کال څخه وروسته د زیاتو عملیاتو ترسره کول او رهبري، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ‌‌ژوبلې د زیاتوالي اصلي لاملونه یاد کړل.

جنرال وزیري دغه راز وویل، هغه مرګ‌ژوبله چې په ۲۰۱۴ کال کې بهرنیو ځواکونو ته رسیدله له هغې وروسته افغان ځواکونو زغملې ده.

هغه وویل "دویمه خبره داده چې د جګړې شدت هم په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د پخوانیو کلونو په پرتله ډیر زیات وو، دریمه مسله زموږ امکانات هم د نړیوالو قوتونو په تناسب ډیر کم وو."

سیګار دغه راز رپوټ ورکړی چې افغان حکومت دا مهال د افغانستان د څه باندې ۵۷ فیصده خاوره کې، چې په کې ۴۰۷ ولسالۍ شاملې دي، حاکمیت لري، خو له هغې مخکې یې د دغه هیواد په ۶۳.۳ فیصده خاورې باندې کنټرول درلود.

د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، چې د امریکا نوی حکومت ښه فُرصت لري تر څو له افغانستان سره د خپلو مرستو په اړه له سره غور وکړي.

ښاغلي سوپکو تیره ورځ د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه کړې ده.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، د سیګار مشر ویلي "هغه جدي ګامونه چې د افغانستان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پورته کړي دي، له دغې پدیدې سره د حکومت د قوي مبارزې ښکارندويي کوي، چې دا بریا زموږ او د نړیوال شفافیت په رپوټ کې خپور شوی دی."

ښاغلي سوپکو ویلي، چې دغو اقداماتو ته په کتو د افغانستان حکومت په یو سم لوري روان دی، خو ټینګار یې کړی چې له اداري فساد سره د مبارزې هڅې باید لا پسې زیاتې شي.