BBC
 شاته

"لاري" پیسو د بریتانیا لومړي وزیر له استوګنځي 'نه وځي'

پتېیل شوې، چې د "لاري" په نامه د لندن ډاونینګ سټریټ په ۱۰ بلاک کې د بریتانیا د لومړي وزیر د استوګنې له ماڼۍ ونه وځي او خپلې دندې ته به دوام ورکړي.

اوس ویل شوي، چې دغه پیشو د ډېوېډ کامیرون له وتلو او د تېریزا می د لومړۍ وزیرې کېد وروسته هم ماڼۍ کې پاتې کېږي.

"لاري" پیشو د موږکانو د ښکاري پیشوګانو مشري کوي، چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د مشهورې تورې ماڼۍ په دروازه کې یې ځان ټینګ کړی.

د حکومت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل "لاري داسې پیشو ده چې یوه حکومتي مامور لپاره ستنېږي، نه د کامیرون د کورنۍ لپاره، همدا ده چې ماڼۍ کې به پاتې شي".

"لاري" په ۲۰۱۱ کال د پاټرسي د سپو او پیشوګانو د اوسېدو له یوه ځایه وګومارله شوه او د لومړي وزیر د اوسېدو ځای کې د موږکانو په ډېرېدو سره یې هلته ښکار پیل کړ.

په ماڼۍ کې د موږکانو ستونزه هغه مهال لویه شوه، چې یو تور لوی موږک د ودانۍ په دروازه کې د تلوېزیون د پردو مخې ته ټوپونه وهل.

ددې دندې لپاره "لاري" غوره کړل شوه، ځکه چې هغه "د ښکار کولو قوي احساس" لري، او له موږک ته ورته نانځکو سره لوبې خوند ورکوي.

Image copyright
Image caption لاري پیشو
Image caption دغه پیشو وړاندې په واټونو کې ګرځېده.

د ویلو ده چې "لاري" د لومړي وزیر د دفتر د موږکانو ضد ښکاري ډلې مشري پرغاړه لري.

دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې د مارګریت ټاچر له واکمنۍ راپدېخوا، د "همفري" په نامه د پیشو له دندې وروسته لومړۍ ګومارل شوې پیشو ده.

همفري په ۱۹۹۷ کې متقاعده شوه.

کامیرون وړندې ویلي وو"په نوي استوګنځي کې د "لاري" هرکلي خوشاله کړ" او دی باوري دی چې دا پیشو به "ډاونینګ سټریټ کې ښه وځلېږي او زموږ د ډېری مېلمنو د خوښۍ لامل به وګرځي".

Image caption پالمرسټون د لاري ګاونډۍ ده

د زاړه لندن په ډېری دولتي ودانیو کې موږکان ځغلي راځغلي. ددې ستونزې د لیرې کېدو لپاره له پیشو ګټه اخیستل کېږي.