شاته

ننگرهار کې د داعش په ضد جگړه کې پنځه امریکایي سرتیري ټپي شوي

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو لوړپوړی قوماندان جنرال نیکلسن وایي د افغانستان په ختیځ کې د داعش جنگیالیو پر ضد په عملیاتو کې پنځه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

جنرال نکلسن وایي چې د امریکایي ځانگړو ځواکونو دغو سرتیرو د افغان ځواکونو سره د ننگرهار په ولایت کې په خاصو عملیاتو کې ملتیا کوله چې په سپکو وسلو او یا هم په چرو ټپیان شوي دي.

د امریکایي ځواکونو قوماندان وایي د پنځو ټپي شویو امریکایي سرتیرو له ډلې څخه درې سرتیري انتقال شوي دي او دوه یې بیرته وظیفې تللي دي. خو د افغانستان په اوسنیو عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو ټپي کیدل یوه نادره خبره ده.

تر دې وروستیو پورې امریکایي ځوانونو په عمومي توگه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې مرستندویه رول لوباوه.

د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې تر بشپړه ماتې پورې جگړې ته دوام ورکړي.

د ننگرهار په ولایت کې افغان ځواکونه د څه مودې راهسې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د جگیالیو پر ضد جنگیږي. افغان ځواکونو څو ورځې مخکې د ننگرهار د کوټ په ولسوالۍ کې د داعش مرکز ونیو او ددې ډلې یو شمیر جنگیالي ووژل.

افغان ځواکونو د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د داعش ډلې پر وړاندې بمباریو او مخامخ جګړه کې د ۱۲۰ داعش وسله والو د وژنې ادعا کړې ده.

په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې یو لوی قوماندان سعد امارتي هم وژل شوی او شل داعش وسله وال ژوندي نیول شوي چې بهرنیان هم پکې شامل دي.

یو امریکایي چارواکی وایي په سیمه کې د داعش جنگیالیو شمیر چې د جنورۍ په میاشت کې ٣٠٠٠ تنه اټکل کیده اوس ١٥٠٠ ته راټیټ شوی دی.