شاته

جُرمي: داعش د افغانستان لپاره یوه بلا ده

کابل کې د بریتانیا سفیر ډمینیک جُرمي له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل هغه هېوادونه چې د داعش په وړاندې له وسله‎والو طالبانو استفاده کوي باید ټول هېوادونه په دې برخه د افغان حکومت له هڅو ملاتړ وکړي.

په کابل کې د ازادي راډیو رئیس حمید مهمند له ښاغلي جُرمي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې ورنه پوښتلي چې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د ټرورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د دوی هیلې څه دي؟