په يمن کې حملې د القاعده دوه مشکوک غړي وژلي
د يمن چارواکي وايي په هغې حمله کې چې دوى وايي د امريکا بېپېلوټه الوتکې کړې، د القاعده شبکې دوه مشکوک غړي وژل شوي دي.
که دا حمله تائيد شي، دا به په يمن کې د امريکا لهخوا د ډونالد ټرمپ د ادارې تر مشرۍ لاندې لومړی ترسره شوى بريد وي.
دغه حمله نن په البيضاء ولايت کې پر يوه موټر شوې ده.
په ځينو نورو راپورونو کې ويل شوي چې په بريد کې درې يا هم څلور تنه وژل شوي دي.