شاته

د سوريې د سولې د مذاکرو لپاره چمتووالى چټک شوى دى

د سوريې د سولې د مذاکرو لپاره چمتووالى چټک شوى دى.

روسيه، ترکيه او ايران خپل هيئتونه په دغو مذکرو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لېږي.

د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او د اپوزيسيون ډلو ترمنځ د نازک اوربند د ټينګښت لپاره دغه خبرې سبا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پيلېږي.

د قزاقستان لپاره د امريکا سفير جورج کرال (George Krol) په د امريکا په استازيتوب په دغو خبرو کې برخه لري.

په مذاکرو کې به د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى ستيفن ديميستورا هم ګډون کوي.

د سوريې اپوزيسيون يو هيئت چې پنځوس کسان يې غړي دي، په دغو خبرو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته لېږي.