شاته

نسرين اورياخيل: درې ميليونه بې وزله ميرمنې به له اقتصادي ملاتړه برخمنې شي .

د کار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو چارو وزيرې ډاکتر نسرين اوريا خيل اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل :

وزارت داسې طرحې په لاس کې لري چې له مخې به يی په راتلونکو نږدې کلونو کې درې ميليونه کونډې او بې وزله ښځې له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودريږي ، کوم توليدات چې د ښځو په لاس جوړيږي او عرضه کيږی، لاسته راغلی عايد به يي د ښځو جيب ته ځي.

د کار او ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو چارو وزيرې دا هم وويل چې د ( سوالگرۍ عمل منع)هم هغه طرحه ده چې وزارت پرې کار کوي او په عملي کيدو سره به يی ماشومان له سوالگرۍ او درندو کارونو منع شي .

ميرمن اوريا خيل په پيل کې دې پوښتنې ته چې په ټول افغانستان کې به څومره کونډې او بې وزله ميرمنې وي ځواب ويلې :